د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

د امریکا د ډيموکراټ ګوند کمپیوټرونه روسي هکرانو هک کړي و


د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلینټن منلې چې د دې ګوند د ملي کمېټې ایمیلونه ته روسي هکرانو لاره موندلې وه.

د امریکا د متحدو ایالتونو دوو سایبري شرکتونو ویلي، د امریکا د ډیموکراټ ګوند د پيسو ټولونې د یوې ډلې د کمپیوټرونو د هک کېدو په اړه یې څېړنه ښيي چې روسي هکرانو په کې لاس درلود.

دې دوو امریکايي شرکتونو پرون په خپلو اعلامیو کې وویل، د "فنسي بیر"په نوم د روسي هکرانو یوه ډله چې د روسیې له اطلاعاتي ادارو سره تړاو لري، د دې کمیپوټرونو د هک کېدو مسؤله ده.

دا دواړه شرکتونه چې د سایبري "اینټرنیټي" امنیت په برخه کې کار کوي وايي، روسي هکرانو د جون په میاشت کې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې کمپیوټرونو ته هم لاره کړې وه.

د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ډیموکراټ ګوند کاندیدې، هیلري کلینټن په خپلې یوې تازه مرکې کې ویلي، پوهیږي چې د روسیې اطلاعاتي ادارو د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې ایمیلونو ته لاره موندلې وه.

کلنټن:د روسیې اطلاعاتي ادارو د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې ایمیلونو ته لاره موندلې وه.
کلنټن:د روسیې اطلاعاتي ادارو د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې ایمیلونو ته لاره موندلې وه.

کرملین دا تورونه رد کړي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې یو شمېر حساس ایمیلونه د ویکي لیکس له خوا خپاره شول چې د دې کمېټې د رئیس ډیبي واسیرمین د استعفا سبب شول.

د کرملین ویاند ډیمیټر پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، د هیلري کلینټن څرګندونې تر انتخاباتو د مخه لفاظۍ یو ډول وو.

د امریکا متحدو ایالتونو په څرګنده روسیه د ډیموکراټ ګوند د کمپیوټرونو په هک کولو نه ده تورنه کړې.

خو امریکايي چارواکو ویلي، باور لري چې روسیې د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د اغېز کولو لپاره خپرو کړو ایمیلونو کې ګوتې وهلي دي.

XS
SM
MD
LG