د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

کلنټن: د امریکا راتلونکی زموږ په انتخاب کې دی


د امریکا د ډموکراټ ګوند د کنوانسيون په اخري شپه، هيلري کلنټن د توجه مرکز وګرځېده.

مېرمن کلنټن د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د دغه ګوند له خوا کانديده نومانده شوه، دې وويل:

"د امریکا راتلونکی زموږ په انتخاب کې دی او راځئ پر نفس له اعتماد سره او زړه ورتيا سره راتلونکی وټاکو. "

د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د هيلري کلنټن سيال به ډانلډ ټرمپ وي.

د پنجشنبې په ورځ، هيلري کلنټن د ډموکراټ ګوند کنوانسیون ته په خپله وینا کې د يووالي غوښتونکې شوه.

دې پر ګډه بريا ټينګار وکړ، دا په داسي حال کې چې هيلري کلنټن د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ډموکراټ ګوند له خوا خپله کانديدي ومنله.

هیلري کلنټن د امریکا د ډموکراټ ګوند کنوانسیون ته وويل:

کلنټن: راځئ چې یو ځايي پیاوړي شو
کلنټن: راځئ چې یو ځايي پیاوړي شو

"هو، نړۍ ویني چې موږ څه کوو، هو، د امریکا راتلونکی زموږ په انتخاب پوري تړاو لري، نو راځئ چې یو ځايي پياوړي شو، راځئ راتلونکي ته په زړه ورتيا او پر نفس له اعتماد سره وګورو، راځئ د خپلو اولادو او ګران هېواد لپاره يو ښه سبا جوړ کړو. "

د روانې اوونۍ په لومړيو کې د ډموکراټ ګوند په غونډه کې د امریکا پخواني ډموکراټ ولسمشرانو جيمي کارټر او بیل کلنټن هم ګډون کړی وو او همداراز د امریکا اوسني ولسمشر بارک اوباما هم پکې ګډون درلود.

خو د جمهوري غوښتونکي ګوند په کنوانسيون کې تېره اوونۍ د امریکا پخواني ولسمشرانو ګډون نه وو کړی.

بارک اوباما چې د ۲۰۰۸میلادي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې يې هيلري کلنټن ته ماتې ورکړې وه، د پنجشنبې په ورځ د ډموکراټ ګوند کنوانسيون ته په وینا کې وويل:

اوباما:داسې څوک نشته چې تر هيلري کلنټن ډېر د امریکا د ولسمشرۍ وړتيا ولري
اوباما:داسې څوک نشته چې تر هيلري کلنټن ډېر د امریکا د ولسمشرۍ وړتيا ولري

​"په اطمينان سره ويلای شم، داسي کوم سړی يا ښځه نشته، نه زه، نه پخوانی ولسمشر بل کلنټن، نه بل څوک چې تر هيلري کلنټن ډېر د امریکا د ولسمشرۍ وړتيا ولري."

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان جان آلن، د يوه مسلمان امریکايي سرتېري پلار چې زوی يې په افغانستان کې وژل شوی وو او د هيلري کلنټن لور هم په دې کنوانسیون کې خبرې وکړې.

د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې به د هيلري کلنټن سيال ډونالډ ټرمپ وي.

ډونالډ ټرمپ او هيلري کلنټن به د لومړي ځل لپاره د سپتمبر په شپږويشتمه د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG