د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

د عدالت غوښتنې لپاره د تحصن خیمې ډېرې شوي


په کابل کې د عدالت غوښتنې لپاره د تحصن خیمې ډېرې شوي او په دې خیمو کې اعتراض کوونکي وايي چې حکومت تر دې دمه د دوی غوښتنو ته سم ځواب نه دی ویلی.

د کابل د دارالمان سړک چې ملي شورا ته تر ډېره د تګ راتګ لاره ده پر څنډو يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د له منځه تلل په هدف په کې د تحصن خیمې ولاړې دي.

خان ولي عادل، د زهرا مور او پلار، زلفیه او علي رضا شهرستانی هغه اعتراض کوونکي دي چې د خپلو غوښتنو په هدف يې په دغه سړک کې د تحصن خیمې وهلې دي.

اته ویشت کلن خان ولي عادل د کابل د دارالمان په سړک د نجونو د بدو ورکولو د دود پر خلاف د پنځه میاشتو راپه دیخوا د تحصن خیمه وهلې ده.

عادل وايي، افغان حکومت یې غوښتنو ته پام نه دی کړی
عادل وايي، افغان حکومت یې غوښتنو ته پام نه دی کړی

هغه د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغه موده کې حکومت د هغه غوښتنو ته لازم پام نه دی کړی.

"کله چې موږ وايي، ولسمشر هغه څوک دې چې د ښځو حقونو ته ډېره پاملرنه کوي خو زما خیال دی چې دا خبره ورته نه ده رسیدلی چې یو کس له پکتیا نه د یوې لېرې اطرافي سیمې نه راوړل شوې او غواړي چې راشه زما مخه ونیسه چې خپله خور په بدو کې ور نه کړمه."

له بلې خوا د زهرا مور چې لور یې په دې وروستیو کې په غور ولایت کې د خپلې خسرګنی د کورنۍ د غړو له خوا وسوځول شوه په کابل کې د تحصن خیمه وهلې او وايي چې حکومت باید د دې د لور د سوځولو د پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي:

"که چېرې ولسمشر زما غږ اوري او عدالت کوي باید عدالت تامین شي باید هغوی محکمې ته راکاږل شي."

علي رضا شهرستانی چې یو نقاش دی وايي، په افغانستان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی اړ کړ چې د تحصن خیمه ووهي.

هغه د ښځو د حقونو د ملاتړ په هدف خوراکي اعتصاب کړی دی:

"زما اعتصاب په دې هېواد کې د ښځو د حقونو لپاره دی چې ورته پام نه دی شوی زه ناروغ هم وم خو بیا مې هم په اعتصاب لاس پورې کړ."

په دې وروستیو کې پنځلس کلنه زلفیه چې ډله ییز جنسي تېری پرې شوی و له دغو اعتراض کوونکو سره یوځای شوی ده.

د زلفیې داستان له ښځو سره د تاوتریخوالي یوه بله دردونکې قصه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

زلفیه په هغې د شوی جنسي تېری د پېښې د عاملینو د سزا غوښتنه کوي:

"هغوی ازاد هم د طالبانو او هم د دولت په سیمو کې تګ راتګ کوي، حکومت باید ژر تر ژره مجرمین مجازات کړي، ولې؟ حکومت دا کار نه کوي."

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې په دې بسنه نه کوي بلکې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا په لسګونه ورته پېښې ثبت شوی او یا هم د خلکو له خوا د بېلابېلو لاملونو له امله پټې ساتل شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او دغه اعتراض کوونکې له حکومته غواړي چې د ښځو پر وړاندې دې د تاوتریخوالی مخه ونیسي او عاملین ته دې سزا ورکړي.

په همدې حال کې افغان چارواکي وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی په برخه کې اقدامات شوی او ان یو شمېر مجرمین یې نیولي او قانون منګولو ته یې سپارلي دي.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه له ازادي راډیو سره خبرې کړي دي:

"په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی شته، دا موږ نه شو ردولای، خو حکومت د دغه پدیدې پر وړاندې اقدام کړی، هغه کسان چې په مرکز او ولایتونو کې د تاوتریخوالی په پېښو کې ښکیل و، هغوی نیول شوي عدلي او قضایي ارګانونونه ته معرفي شوي دي او بلاخره د خپلو اعمالو سزا يې لیدلې ده."

ښاغلي فیصل زیاته کړه، د ښځو د تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه د یوې ورځې کار نه دی او حکومت د دغې پدېدې د له منځه وړلو لپاره دوامداری هلې ځلې کوي.

له بلې خوا خان ولي عادل چې په کابل کې د تحصن خیمه وهلې وايي، د حکومت تر څنګ دیني علما او قومي مشران هم مسؤلیت لري چې د ښځو د تاوتریخوالی د مخنیوي لپاره خپل غږ اوچت کړي.

هغه وايي، که د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي نو خپل ځان ته به اور ورته کړي او کیدای شي ډېر خلک د هغه لاره تعقیب کړي او په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې د تحصن خیمې ووهي.

اعتراض کوونکي: حکومت مو غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG