د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

"ولسمشر دې په بدو کې د نجونو ورکولو د منع فرمان صادر کړي"


یو شمېر مدني سازمانونه او د ډموکراسې ملاتړي بنسټونه، د خان ولي عادل د تحصن ملاتړ کوي.

خان ولي عادل هغه ځوان دی چې په بدو کې یې د نجونو د ورکولو پر ضد مبارزه پیل کړې ده.

دغو مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خان ولي د تحصن د خیمې ترڅنګ په یوې غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د خان ولي مشروع غوښتنو ته دې پام وکړي.

که څه هم په بدو کې د نجونو د ورکولو د فرهنګ پر خلاف د خان ولي عادل پر تحصن ۱۴ ورځې اوړي، د مدني بنسټونو فعالان وايي چې حکومت تراوسه هم د دغه ځوان مشروعو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

یو شمېر مدني سازمانونه او د ډموکراسې ملاتړ بنسټ، د پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې راټول شوي وو او د خان ولي عادل ملاتړ يې اعلان کړ.

دوی له حکومته وغوښتل چې دغه خوځښت ته دې جدي پام وکړي.

دوی په یوه پریکړه لیک کې له جمهور رییسه هیله وکړه چې په دې اړه یو فرمان صادر کړي.

پریکړه لیک د عبدالصمد په نامه یوه ځوان ولوست چې په کې راغلي وو:

"له جمهور رییسه په کلکه غوښتنه کوو چې په بدو کې د نجونو د ورکولو د منع فرمان په ټول هېواد کې صادر کړي او څوک چې دا فرمان ونه مني باید مجازات شي."

د غونډې ګډونوال په کابل کې د ملګروملتونو د سازمان او نړیوالې ټولنې له دفترونو هم وغوښتل چې پر افغان حکومت دې فشار راوړي چې په بدو کې د نجونو د ورکولو مخه ونیسي.

خان ولي عادل له ۱۴ ورځو راهیسې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې په بدو کې د نجونو د ورکولو د دود پر ضد د تحصن خیمه د رولې ده.

ښاغلي عادل ویلي چې دوه وروڼه یې وژل شوي او قومي مشرانو تصمیم نیولی چې د وژل شوېو په بدل کې د مقتول کورنۍ ته دوه نجونې په بدو کې ورکړي.

دی هیله ښيي چې که د افغانستان ټول خلک سره یو لاس شي، دغه دود له منځه وړلای شي.

ښاغلي عادل زیاته کړه:

"دا حرکت مو وکړ او هدف مو دا دی چې خلک له دې حرکت سره یوځای کړو. داسې ورځ به راشي چې که څوک د دې حرکت پر خلاف عمل وکړي، د خلکو په دښمنانو کې به وشمېرل شي."

د مدني ټولنې دغه ځوانان وايي چې که حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، نو مظاهرې به هم وکړي.

د افغانستان د اجرایې ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د افغانستان د اجرایې ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

د افغانستان د اجرایې ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، د دغو ځوانانو حرکت ستايي:

"د دغه ځوان کار د ستایلو دی، حکومت د ده د مرام ملاتړ کوي خو پکار ده چې په لوړه کچه پرې بحث وشي او دیني عالمان تبلیغ وکړي چې په بدو کې د نجونو ورکول، غیر اسلامي عمل دی."

د مدني سازمانونو او د ډموکراسې د ملاتړ د بنسټ غړیو د حج او اوقافو له وزارت څخه هم هیله وکړه چې په ټول هېواد کې دې د ملا امامانو له لارې، په دې باب عامه ذهنونه روښانه کړي.

دوی وايي، دا عمل د نجونو پر ذهنونو بد اغیز کوي او د کورنۍ رواني ثبات له منځه وړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG