د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

عادل وايي که يې غوښتنو ته پام ونشي ځان وژنه به وکړي


خان ولي عادل چې به بدو کې د نجونو د ورکړې پرضد یې په کابل کې د تحصن خیمه وهلې وايي، که یې حکومت غوښتنې ونه مني، نو چمتو دې چې ځان د دغې مبارزې قرباني کړي.

ښاغلي عادل وايي، د هغه د کورنۍ جانب مقابل هڅه کوي چې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د هغه ورور ته په بدو کې په نکاح کړي.

د پکتیا مدني فعال خان ولي عادل وايي، که د پخوا په څېر یې افغان حکومت غوښتنې ته جدي پاملرونه ونه کړه نو چمتو دی چې له ژمنې سره سم ځان وژنه وکړي.

خان ولي عادل د دوشنبې په ورځ په کابل په یوه خبري غونډه کې له ولسمشر او اجراییه رییس وغوښتل چې د دوی په کورنۍ کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ قضیې ته ژر تر ژره رسیدګي وکړي.

د خان ولي عاد د مبارزې خېمه لا ولاړه ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

هغه زیاته کړه:

"له همدې ځایه د افغانستان د حکومت په مسوولو چارواکو غږ کوم، هر څومره ژر چې کېږي د پېښې ځای ته دې ولاړ شي، هغه انجلۍ چې په بدو کې ورکول کېږي باید مخه یې ونیسي، له هغه پرته زه چمتو یم په هغې ژمنې عمل وکړم چې ویلي مې وه زه به ځان قربان کړم."

خان ولي عادل نږدې درې میاشتې وړاندې په بدو کې د نجونو د ورکړې د مخنیوي په هدف په کابل کې د تحصن خیمه ووهله او خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ښاغلي عادل د افغانستان د عالمانو له شورا او همدارنګه له حکومتي چارواکو سخته ګیله لري او وايي چې په دې شرعي او قانوني اقدام او په روانه مبارزه کې یې ورسره لازمه مرسته ونه کړه.

ښاغلي عادل د افغانستان د عالمانو له شورا او همدارنګه له حکومتي چارواکو سخته ګیله لري
ښاغلي عادل د افغانستان د عالمانو له شورا او همدارنګه له حکومتي چارواکو سخته ګیله لري

که څه هم په کابل کې چارواکي د خان ولي عادل د غوښتنې په اړه څه نه وايي، خو د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي چې د خان ولي عادل کورنۍ کې کومه داسې قضیه نه ده روانه چې د هغوی مقابل لوری دې په بدو کې کومه انجلۍ ورکړي.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل وايي په پکتیا کې اوس په بدو کې د نجونو د ورکړې دود له منځه تللی.

هغه زیاته کړه:

"ولایتي ادارې د خان ولي کورنۍ راغوښتې وه او دغه موضوع یې ورسره له نږدې شریکه کړه د خان ولي عادل پلار چې د ښوونځي سرښوونکی دی هغه انکار وکړ چې د دوی په کورنۍ کې داسې قضیه نشته چې د جانب مقابل څخه په بدو کې کومه انجلۍ خپلو زامنو ته په نکاح کړي، دوی خپل د دې ډول رواج خلاف دي، له نیکمرغه په پکتیا کې په بدو کې دنجونو د ورکړې دوی د قومي پریکړو له مخې له منځه تللی."

خان ولي عادل به د خپل اعتراض لمنه وغځوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

د پکتیا د سولې د ولایتي شورا مشر مولوی خالقداد چې د خان ولي د کورنۍ د دښمنۍ په قضیې کې مرکچي هم دی وايي، د خان ولي عادل د کورنۍ مقابل لوری هم دې ته چمتو نه دي چې په بدو کې کومه نجلۍ ورکړي.

ښاغلی حقاني وايي، قومي او د تربګنۍ مسایل په کابل کې د تحصن د خیمې په درولو سره نه حل کېږي.

مولوي خالقداد حقاني له خان ولي عادل څخه غواړي چې پکتیا ته ورشي او د خپلې کورنۍ ستونزه له مقابل جانب سره په مخامخ خبرو حل کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG