په کندز ولایت کې د پامیر د شلمې فرقې چارواکي وايي چې لاهم د افغان ګډو ځواکونو عملیات د دې ولایت په قلعۀزال ولسوالۍ کې دوام لري.
د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان تورن جنرال مهمند کټوازي چې د کندز ولایت امنیتي وضعیت څارلو په خاطر دغه ولایت ته سفر کړی و وویل، اوس مهال دې ولایت ته تازه امنیتي ځواکونه رارسېدلي دي او هغه سیمې چې په دشت ارچې او قلعۀزال والسوالیو کې له لاسه تللي دي ډېر ژر بهیې بېرته ونیسې.
ښاغلي کټوازي د کندز امنیتي وضعیت په اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:
"اوس مهال په قلعۀزال او دشت ارچې ولسوالیو کې امنیتي وضعیت نورمال دی، خو دښمن یو اندازه ګډوډي جوړه کړې وه چې له کبلهیې د سیمهییزو پولیسو یو څو پوستې د طالبانو لاسته ورغلي دي، خو کندز ته د ملي دفاع وزارت ځانګړي ځواکونه، کومانډو ځواکونه، پلي ځواکونه او هوايي ځواکونه رارسېدلي دي، ډېر ژر به موږ له لاسه تللې پوستې بېرته ونیسو."
نوموړي همدارنګه د دې ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې پرته له کومې اندېښنې او وېرې خپلو ورځنیو فعالیتونو ته ادامه ورکړي، ځکه اوس مهال افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې د وسلهوالو طالبانو تعرضونه په هر ځای کې شنډ کړي.
په همدې حال کې په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې چارواکي بیا وايي چې په قلعۀزال او دشت ارچې ولسوالیو کې څه باندې ۴۰ تنو وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژبله اوښتې ده.
په ورته وخت کې د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په قلعۀزال ولسوالۍ کې دولتي ځواکونه په قوي مورال سره د طالبانو پر وړاندې جنګېږي چې له کبلهیې طالبانو ته کلکه ماته ورکړې ده.
ښاغلي جنګل باغ په دې اړه داسې وویل:
"په قلعۀزال ولسوالۍ کې طالبان له ماتې سره مامخ شوي دي او امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د قلعۀزال ولسوالۍ مرکز او ودانۍ بېرته ونیسې او تاسې کولای شې چې وړاندې ولاړ شئ او د ولسوالۍ ودانۍ په خپله وګورئ."
بلخوا ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې د قلعۀزال ولسوالۍ مرکز لاهم د دوی په کنټرول کې ده همدارنګه په دشت ارچې ولسوالۍ کې د قرلقو سیمه هم دوی له دولتي ځواکونو څخه نیولي ده او افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.
خو د کندز سیمهییز چارواکي بیا د طالبانو دغه ادعاوې ردوي.
د سیمې د اوسېدونکو د خبرو پر بنسټ چې د دغې جګړې له کبله له قلعۀزال ولسوالۍ څخه په سلګونه ګورنۍ هم له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.
که څه هم د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې مرکزي حکومت او د دې ولایت سیمهییزه اداره جدي اراده لري څو د کندز ولایت ټولې سیمې د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي، خو بیا د کندز اوسېدونکي وايي چې وروسته له دې د چارواکو په ژمنو او وعدو باندې باور نهکوي، ځکه تل دا ډول ژمنې د کندز له خلکو سره شوي دي، خو په عمل کې یې څرک هم نهدی لېدل شوی او ورځ تر بلې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت هم پېچلی کېږي.
راپور: اجمل آرین