په کندز کې چارواکي وايي، په قلعۀزال کې پوځي عملیات د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره په سستۍ پر مخ ځي.
دوی وايي، وسلهوالو طالبانو په قلعۀزال کې د خلکو په کورونو کې سنګر نیولی او له دې امله د ولسوالۍ د نیولو لپاره پوځي عملیات په سستۍ روان دي.
په قلعۀزال کې شدید جنګ دی.
وسلهوالو طالبانو د تېرې چهارشنبې په شپه، په قلعۀزال کې د پولیسو پر پوسته حمله وکړه او له هغه راهیسې جګړه روانه ده.
د کندز د والي ویاند سید محمود دانش پرون [جمعه] ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې ملکي کسانو ته په دې عملیاتو کې تلفات نهدي رسېدلي او د ملکي خلکو د امنیت ټینګولو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي.
د دانش په وینا، په قلعۀزال کې د عملیاتو د سستۍ یو لوی دلیل د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی دی.
سید محمود دانش وايي:
"د جګړې د دوام او سست پرمختګ عمده دلیل دا دی چې موږ نهغواړو ملکي خلکو یا د هغوی جایدادونو ته تاوان ورسېږي. موږ د دولت په توګه، د خلکو د امنیت، د هغوی د مالونو د امنیت ټینګولو مسؤلیت لرو. موږ نهشو کولائ چې پر هغو کورونو چې طالبانو سنګر پهکې نیولی حمله وکړو او د یوه وسلهوال له امله یوې بشپړې کورنۍ ته تاوان ورسوو. "
د کندز د والي ویاند ډاډ ورکړ چې د قلعۀزال ولسوالۍ د سقوط هېڅ ډول خطر نهشته او کافي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
وسلهوالو طالبانو مخکې ادعا کړې وه چې د قلعۀزال ولسوالۍ یې نیولې خو سیمهییز چارواکي یې ردوي او وايي چې جګړه د ولسوالۍ په مرکز کې روانه ده.
د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړو ازادي راډیو ته ویلي وو چې طالبانو د څو ساعتونو لپاره د قلعۀزال ولسوالي نیولي وه خو امنیتي ځواکونو بېرته خلاصه کړه.
د کندز د ولایتي شورا یوه غړي غلام رباني رباني ویلي، د حکومت د کمزورې پاملرنې له امله کندز د کورنیو او بهرنیو ترورېستانو په مرکز بدل شوی او له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی.
قلعۀزال د کندز له ناکرارو ولسوالیو ګڼل کېږي.
دا ولسوالۍ په دوو برخو وېشل شوې چې قلعۀزال او اقتېپه ورته ویل کېږي.
له تېرو دوو کلونو راهیسې د قلعۀزال په زیاتو سيمو کې وسلهوال طالبان نفوذ لري خو د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومانداني او نور دولتي تأسیسات د حکومت په لاس کې دي.