د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

سیدخېل: کونړ کې داعش پوځي فعالیت نه لري


د کونړ امنيې قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په یاد ولایت کې داعش یا د اسلامي دولت ډلې کوم جنګي فعالیت نه دی پیل کړی او نه يې هم د کونړ په کومه سیمه کې کوم نظامي مرکز پرانیستی دی.

یوازې دوی ته دومره راپورونه رسیدلي چې د سرکاڼو ولسوالۍ شونکړۍ ته یو شمېر داعشي کورنۍ راغلي دي او د پوځي فعالیتونو د پیلولو لپاره په کونړ کې د پښو ايښودلو ځای نه لري.

ښاغلي سیدخېل زیاته کړه:

"زموږ په دې ولایت کې تراوسه د الله رحم دی چې داعش او داسې خبرې نشته. کومه جبهه او نظامي مرکز يي نه دی خلاص کړی، کونړ کې ځای ځکه نه لري چې دلته خلکو ورته د نه ځواب ورکړی، چون زموږ دیني عالمانو په تېرو میاشتو کې غونډې درلودې، دوی د داعش خلاف فتواوې ورکړي او پریکړه ېې وکړه چې داعش دلته د پښو ایښودو ځای نه لري، هیڅوک نه دي حاضر چې د دغه ډلې ملاتړ وکړي، ځکه چې دغه جنګي ډلې خلکو ژوند ته ګواښ دی."

قومندان وایي، په هرځای کې چې داعش سر راپورته کړي دوی يې د ځپلو لپاره هر ډول چمتوالی لري او اجازه به ورنه کړي چې د ننګرهار په څېر د کونړ د خلکو ارام ژوند نا ارامه کړي.

دی وايي:

"بیا هم که موږ په دې پوه شو چې داعش دلته جلب او جذب کوي او یا دلته نظامي فعالیت کوي نو امنیتي ځواکونو چمتو دي چې هلته عملیات وکړي، ترڅو هغوی تهدید کړې، یايې ووژنې یا يې له سیمې وشړي او یا يې هم ژوندی ونیسي."

تېره اوونۍ کونړ ته د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال عبدالرحمن رحمان راغلی و هغه هم ازادي راډیو ته وویل، په ټول ختیځ کې يې د داعش د محوه کولو لپاره د ولسمشر د امر سره سم پوځي عملیات پلان کړي:

"لکه څنګه چې د دښمن او داعش په نامه تبلیغات کیږي، صرف د ننګرهار په څو نقطو کې څه نه شم ویلای خو په کونړ کې داسې اثار چې هغه د داعش په نامه وي څه نه وینم. د دې جرړو د ایستلو لپارهد درې واړو قواو یعنې هغه قواوې چې د افغانستان په ختیځ کې میشتې دي یا هغه قواوې چې د ګمبیري په قل اردو کې دي لازم ترتیبات نیولي دي او دا به دوه اوونۍ وروسته څرګنده شي چې داعش ته څومره زیانونه اوښتي دي؟"

د کونړ مسؤلین په داسې حال کې داعش سره د مقابلې او چمتوالې خبره کوي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني ختیځ ته راغلی و او په یوه غونډه کې يې د دغو ولایتونو حکومتي چارواکو ته امر وکړ چې د دوه اونیو په موده کې باید د داعش جرړې له مشرقي څخه وایستل شي.

راپور : روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG