د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

چارواکي: ننګرهار کې د داعش پرضد عمليات پراخ شوي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د داعش پرضد د عملياتو لړۍ تر پخوا پراخه شوې ده.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ وايي، د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف نه یوازې هوايي بریدونه او مخامخ جګړه روانه ده بلکې د ننګرهار د هوايي ډګره هم په لېرو پرتو ولسوالیو کې د داعش مرکزونه په نښه کيږي او له دې ځایه پرې انداښتونه روان دي.

ښاغلي خوګياڼی زیاتوي:

"په هغو سیمو کې چې داعش او یا هم وسله وال طالبان شتون لري پر هغو سیمو د ځمکنيو عملياتو تر څنګ هوايي بریدونه هم روان دي او د لېرې واټن ویشتونکي بریدونه هم جریان لري په دې بریدونو کې یوازې هغه سیمې په نښه کيږي چې هلته د دولت وسله وال مخالفين دي او هڅه کیږي چې نور چاته زیان وانه وړي."

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د کمانډو ځواکونو مطبوعاتي مسؤل احمد جاوید سلیم له کوټ ولسوالۍ څخه د ټیلیفون په لیکه ازادي راډيو ته وويل چې د کمانډو خاصو ځواکونو د جمعې په شپه د کوټ په ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات پيل کړل.

نوموړي وویل، په دې عملياتو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره دی او د کوټ ولسوالۍ یو شمېر سیمې يي له داعشيانو نيولي دي.

ښاغلي سلیم وویل:

"د خاصو عملياتو لپاره زموږ د کمانډو ځواکونو تېره شپه یوه بجه په کوټ ولسوالۍ کې عمليات پيل کړل تر څو د داعش پټن ځایونه له منځه یوسو د هغوی یو شمېر قرارګاوې مو نیولي له نیکه مرغه د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ راسره دی او همدا اوس چې تاسرو سره خبرې کوم د اچین په باندر او یو شمېر سيمو پراخه هوايي بریدونه روان دي."

د ننګرهار ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په تېره اوونۍ کې هم په لسګونو د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او لا هم د وسله والو پرضد پراخه عمليآت روان دي.

په ننګرهار کې د داعش پرضد د عملياتو ساحه وروسته له هغه پراخه شوه چې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په ختیځه سیمه کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې ګواښ وکړ چې په راتلونکو څو اونیو کې به د داعش ټغر له ختیځې سیمې ورټول کړي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG