د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د ګردېز او پټان ترمنځ غځېدلې لويه لار د خلکو د تګ راتګ په مخ وروسته د دوی د عملياتو له پيل او پای ته رسېدو څخه خلاصه شوه.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ په څمکنيو ولسوالۍ کې رسنيو ته په خبرو کې وويل چې وسله والو طالبانو نږدې اته ورځې وړاندې د دوی په شپږو ولسواليو په يو وخت بريدونه پيل کړل او غوښتل يې دغه ولسوالۍ سقوط کړي، خو دوی يې مقابله کړې او دغه حملې يې ناکامې کړې دي.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:
"په ۲۵ او ۲۶ تاريخ مخالفينو تصميم ونيوه چې زموږ په شرقي ولسواليو حمله وکړي او دوی د شپې په یو وخت په درې بجې په ټولو ولسواليو اريوب ځاځي، احمدخېلو، مېرزکه، لجه منګل او څمکنيو نوزي خوله کې حملې شروع کړې چې موږ ښه مجهز او جګړې ته مو دوام ورکړ چې د جګړې پرمهال مو د دوی ۳۶ کسان مړه کړي او ۱۳ تنه يې زخميان دي او زموږ لوري ته دوه شهيدان او درې زخميان لرو او اوس له دې لارې هرڅوک تګ راتګ کولای شي او لار خلاصه شوې ده."
نوموړی دا هم وايي چې دی په خپله د جګړې په کرښه کې دی او اوس غواړي د همدغو ولسواليو امنيتي تدابير لا قوي کړي او په خبره يې ځينو خاص نقطو کې د نورو امنيتي ځواکونو سره په شريکه د عملياتو پلان لري.
په دغو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د ور اوښتې زيان او حکومتي لوري سره د جګړې په اړه تر دې مهاله د وسله والو طالبانو وياندويانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د چارواکو په خبره د دغه ولسواليو لار اته ورځې وړاندې تړل شوې وه، خو دوه ورځې وړاندې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا، د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ لوړ پوړي جنرالان، د سرحدي زون قومندان، د پکتيا سکتوري ادارو رئيسان او يو شمېر نور کسان د دې لارې د خلاصون لپاره تر سرحدي ولسوالۍ ډنډې پټان پورې لاړل او لار خلاصه شوه.