د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

اوباما د پولیس افسرانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره دالاس ته ځي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د هغو پنځو پولیسو افسرانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په هدف دالاس ته ځي چې تېره اوونۍ د یوه تور پوستي امریکایي له خوا په ډزو ووژل شول.

ولسمشر اوباما به په تګزاس ایالت کې د هغو پنځو سپین پوستو پولیس افسرانو د یاد غونډې پر مهال وینا وکړې چې تېره اوونۍ د قانون پلي کوونکو د مظاهرې پرمهال د یوه تور پوستي له خوا ووژل شول.

ولسمشر به تر ډېره په خپل هېواد کې د مذهبونو او نژادونو د تړاونو په اړه خبرې وکړې او دا به د ولسمشر په توګه د اوباما د مشرتابه یو سخت ازمون وګڼل شي.

اته کاله وړاندې د بارک اوباما کاري وړتیا د دې لامل شوه چې د لومړي ځل لپاره یو تور پوستی د امریکا ولسمشر شي او له دې سره داسې هیلې راپورته شوي چې په هغه هېواد کې به ژور ټولنیز بېلوالی له منځه ولاړ شي ان کله چې تېره شنبې په دالاس کې پر پولیسو برید وشو او اوباما تګزاس ته د تګ په هدف خپل د اروپا سفر لنډ کړ، نو د خلکو ترمنځ خوشبینې پیدا شوه.

ولسمشر اوباما دا هم ویلي چې امریکایان له وسله والو شخړو سره بلد دي
ولسمشر اوباما دا هم ویلي چې امریکایان له وسله والو شخړو سره بلد دي

اوباما په وارسا کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال یوې خبري غونډې ته وویل:

"زه باور لرم چې امریکا هغومره سره ویشلې نه ده لکه چې ځیني یې ګمان کوي، هلته غم شته، غوصه شته،ابهامات شته، خو یووالی هم شته."

ولسمشر اوباما دا هم ویلي چې امریکایان له وسله والو شخړو سره بلد دي، خو دغه هېواد اوس خپل ځان په یوه نوې څېره کې موندلی دی.

د دالاس د پېښې په تړاو د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ د دوشنبې په ورځ ویلي چې ولسمشر پوهیږي چې یوازې د دالاس خلک په دې کار غمجن نه دي بلکه د ټول هېواد وګړي د تېرې اوونۍ د پېښې په اړه اندیښمن دي.

ارنسټ: اوباما پوهیږي چې یوازې د دالاس خلک په دې کار غمجن نه دي.
ارنسټ: اوباما پوهیږي چې یوازې د دالاس خلک په دې کار غمجن نه دي.

ارنسټ ویلي چې تمه ده ولسمشر به د خلکو د ارامتیا لپاره د ځینو اقداماتو وړاندیز وکړي.

تېره اوونۍ په لویزیانا او میني سوتا کې دوه تور پوستي کسان د پولیسو له خوا ووژل شوه چې په ټول هېواد کې یې د خلکو غوصه راوپاروله او زرګونه خلک د اعتراض په توګه لارو کوڅو ته راووتل.

تردې وروسته په دالاس کې یوه تور پوستي پخواني سرتېري د خپلو هم نژادو د غچ اخېستلو لپاره پنځه سپین پوستي پولیس ووژل.

ولسمشر اوباما ویلي چې د هېواد په عدلي نظام کې یې ستونزې شته، تعصبات هم شته چې باید له منځه ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG