د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

د امريکا په دالاس ښار کې د لاريون پر مهال ۵ پوليس وژل شوي


د امريکا په دالاس ښار کې د لاريون پر مهال پنځه پوليس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

دا لاریون د پوليسو له خوا پر تور پوستو د ډزو پر وړاندې راوتلی وو.

په لوئيزيانا کې يو تور پوستی او بل په مينه سوټا کې وژل شوي.

چارواکي وايي، اعتراضونه هغه مهال په تاوتريخوالي بدل شول چې پولیس له دوو خواوو په ډزو وويشتل شول.

د دالاس پولیس وايي: لږ تر لږه دوو کسانو له لېرې پولیس په نخښه کړي.

د پوليسو د یوې اعلاميې له مخې، يو مشکوک کس نيول شوی او دوهم په خپله پوليسو ته تسلیم شوي دي.

دا وروسته له هغه چې په لوئيزيانا کې د پوليسو په ډزو کې یو تور پوستی ووژل شو. يو څه وخت وروسته يو زر او اووه سوه کيلو متره لېرې په مينه سوټا ايالت کې په يوه بله پېښه کې یو بل تور پوستی ووژل شو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه یوه تراژيدي بللې.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا پېښه یوه تراژيدي بللې.

د دواړو تور پوستو د وژل کېدو ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنیو خپرې شوي.

په مينه سوټا کې درويشت کلن فيلاندو کيسټيل له خپلې نجلۍ ملګرې او د دوی د څلور کلنې لور سره په موټر کې روان وو چې د پوليسو له خوا ورته د خراب څراغ له کبله د درېدو اشاره وشوه.

دی هغه وخت د پولیسو له خوا په ډزو وويشتل شو چې پوليس ته يې د تفنګچې او جواز لرو په اړه وويل، وروسته يې د بټوې جېب ته لاس کړی وو.

د فلاندو کيستيل نجلۍ ملګرې د ده د وژل کېدو ويډيو په ژوندۍ بڼه پر ټولنيزو رسنیو خپره کړه.

د لوئيزيانا په پېښه کې د پنځو زامنو پلار الټن سټرانګ د دوو سپين پوستو پوليسو له خوا څو ځله هغه وخت په ډزو وويشتل شو چې پوليسو په تړلو لاسو په مځکه پرې ايستل شوی وو.

د آلټون سټرانګ د وژل کېدو ويډيو هم په ټولنيزو رسنیو کې خپره شوه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې په ناټو سرمشريزه کې د ګډون لپاره وارسا ته تللی، په امریکا کې د روان وضعيت په اړه له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل:

"کله چې داسې پېښې کيږي، زموږ ځيني هېوادوال فکر کوي د دوی د پوست د رنګ له کبله له دوی سره د برابرۍ چلند نه کيږي او دا مسئله دردونکې ده. دا يوازې د تور او سپين موضوع نه ده، دا د امريکا موضوع ده چې موږ ټول بايد ورته پاملرنه وکړو. خلک چې عادلانه فکر کوي، باید په دې اړه اندېښمن شي."

د سپينې ماڼۍ وياند جاش ارنسټ وايي، ولسمشر بارک اوباما خپل ټيم ته امر کړی چې د موضوع په اړه ورته معلومات ورکوي.

امريکا تر دې مخکې هم د پوليسو له خوا د تاوتريخوالي پيښې ليدلي.

تېرکال کله چې يو تور پوستی هلک مايکل براون د ميزوري ايالت په فيرګوسن ښار کې د سپين پوستي پولیس له خوا ووژل شو، د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې لاريونونه وشول.

XS
SM
MD
LG