د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۰

بارک اوباما د هسپانيي له بادشاه او صدراعظم سره ولیدل


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما اروپا ته د خپل سفر په پای کې د هسپانیې لنډه لیدنه وکړه.

ولسمشر اوباما پرون په مادرید کې د هسپانې پادشاه او صدراعظم سره ولیدل.

د هسپانیې صدراعظم ماریانو راخوی د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته په اشاره وویل:

"زموږه دوه اړخېزې اړیکې اوس په ټولو برخو کې فوق العاده دي. امریکا په هسپانیه کې تر ټولو لوی بهرنی پانګه لګوونکی دی او دغه راز لومړنی هېواد دی چې هسپانویانو په کې پانګې لګولي دي."

ټاکل شوې وه چې بارک اوباما د هسپانیې په جنوب کې د یوې امریکايي پوځي اډې لیدنه وکړي.

په دغې اډې کې څلور جنګې بیړۍ د اروپا د توغندي ضد سیسټم یوه برخه دي.

روسیه دغه دفاعي سیستم په اروپا کې د ځواکونو توازن ته یو ګواښ ګڼي، خو امریکا او لویدیځ هېوادونه وايي چې دغه سیسټم د منځني ختیځ او نورو سرکشو هېوادونو د توغندیو د بریدونو مخه نیسي.

بارک اوباما پرون ناوخته هسپانیې ته ورسېده او د امریکا د تکزاس ایالت په دالاس کې یې د وروستۍ وژنې له کبله خپل سفر یوې ورځې ته لنډ کړ.

د امريکا په دالاس ښار کې د لاريون پر مهال ۵ پوليس وژل شوي
د امريکا په دالاس ښار کې د لاريون پر مهال ۵ پوليس وژل شوي

د دالاس د ښار پنځه کسه سپین پوستي پولیس د پنجشنبې په ورځ د یوه تورپوستي نښه ویشتونکي په ډزو ووژل شول او ګڼ نور پولیسان په دغې پېښه کې ټپیان شول.

دغه ډزې د یوې مظاهرې په مهال وشوې چې د پولیسو له خوا د دوو تور پوستو کسانو په وژل کېدو د اعتراض لپاره پیل شوې وه.

بارک اوباما پرون په مادرید کې وویل چې ټول اړخونه باید د یوه بل خبرې واوري.

هغه وویل چې ریښتونې، درنې او جدي خبرې په امریکا کې یو واقیعي مثبت بدلون راوستلای شي.

څلور پولیس په دالاس کې د تور پوستانو په لاریون کې ووژل شوو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

امریکايي چارواکو وویل چې نښه ویشتونکی بریدګر د میکا جانسن په نامه یو ۲۵ کلن تور پوستی پخوانی عسکر دی او دغه برید یې په انفرادي توګه کړی.

XS
SM
MD
LG