د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

احمدي: ځیني لاملونو د کوکنارو کښت پر وړاندې مبارزه ټکنی کړې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ظرفیتونو کموالی، د نړیوالې ټولنې نه همکاري او په جګړه کې د نشه يي توکو د مبارزي د پولیسو بوختیا هغه لاملونه دي چې په ناامنو سیمو کې یې د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.

د دغه وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې تایید کړه چې سږ کال د تېر کال په پرتله د کوکنارو د کښت مخه نه ده نیول شوې.

احمدي: د تېر کال په پرتله د کوکنارو د کښت مخه نه ده نیول شوې.
احمدي: د تېر کال په پرتله د کوکنارو د کښت مخه نه ده نیول شوې.

ښاغلي احمدي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې سږ کال ونه توانېدو د کوکنارو د کښت مخه ونیسو او د کښت سطح ټیټه کړو. په دې برخه کې یو ښه پروګرام جوړ نه شو. اوس مهال په ناامنو سیمو لکه جنوب لویدیځ، ختیځ او شمال ختیځ کې چې ځیني سیمې یې په غېر مستقیم ډول د طالبانو تر ولکې لاندې دي، کوکنار په کې۹۰ فیصده کرل شوي. موږ اجراییه ریاست ته یوه طرحه وړاندې کړې چې وضعیت بدل شي ځکه چې پخوانیو پروګرامونو نتیجه نه ده ورکړي."

احمدي وايي، د مخدرو موادو پر ضد یې د مبارزې لپاره د ۱۲۰۰ پولیسو غوښتنه کړې چې د دې مبارزې لپاره نوي پروګرامونه عملي کړي.

ده وویل، پکار ده چې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره ظرفیتونه جوړ، نوې پروګرامونه ترتیب او پولیس یې په مسلکي وسایلو سمبال شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د روان لمریز کال په لومړېو درېیو میاشتو کې دوی د نشه يي توکو د له منځه وړلو ۶۰۰ عملیاتونه کړي او په نتیجه کې یې ۷۴۰ کسان نیول شوي دي.

دغه معینیت په تېرو کلونو کې هم ویلي و چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیس تر ډېره ځایه له ترورېزم سره په جنګ اخته دي.

د چارو پوهان وايي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې کمزوري د ملي او نړیوالې ټولنې د انګیزې له کمزورۍ سره تړلې ده.

خداداد: د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې کمزوري د ملي او نړیوالې ټولنې د انګیزې له کمزورۍ سره تړلې
خداداد: د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې کمزوري د ملي او نړیوالې ټولنې د انګیزې له کمزورۍ سره تړلې

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدایداد وايي:

"ستراتیژي، پلان او پروګرامونه ټول معقول او ښکلي دي، خو هغه څه چې نشته هغه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره، د حکومت، خلکو، نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو اراده ده."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پخوا تر دې اجراییه ریاست ویلي و چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه، یوه نړیواله ستونزه ده او د نړۍ د هېوادونو ګډې همکارۍ ته ضرورت لري.

جنرال خداید وايي، د نړیوالو همکارېو ترڅنګ په دې برخه کې د سیمو د اوسیدونکو او بزګرانو همکاري هم مهمه ده او حکومت ته پکار ده چې په دې اړه هڅې وکړي څو دغه مبارزه جدي شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG