د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۳۳

چترال کې توپان، باران او سيلابونو ٣١ کسان مړه کړي


د خېبر پښتونخوا صوبې په لېرې پرتې غرنۍ سيمې چترال کې چارواکي وايي چې د توپاني باران او سيلۍ له امله سيلابونه راوتي چې لږ تر لږه ٣١ کسان يې مړه کړي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان او نادرکه کړي دي.

سيمه ييزو چارواکو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې د شنبې په شپه د چترال په بېلابېلو سيمو کې توپاني بارانونه شوي چې له امله يې سيلابونه راوتلي او ګڼ شمېر خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د چترال چګپوړي چارواکي يا ډي پي او اصف اقبآل ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي چې د توپاني باران له امله د چترال له بېلابېلو سيمو کې ٣١ کسان مړه شوي چې په دوى کې اته امنيتي سرتېري هم شامل دي او زياتوي چې سيلاب په دغو سيمو کې لسګونه کورونه هم له منځه وړي دي.

چارواکي وايي، توپاني بارانونو په چترال کې لسګونه کورونو او نورو ودانيو ته هم زيان اړولى او زياتوي چې لږ تر لږه ١٧ کسان په سيلابونو کې نادرکه شوي دي چې ماشومان او يو شمېر امنيتي سرتېري هم په کې شامل دي د لټون لپاره يې ژغورونکي عمليات دوام لري.

د سيمې يو بل حکومتي چارواکي مغفرت شاه بيا فرانسپريس خبري اژانس ته ويلي چې اوسنيو توپاني بارانونو تر ټولو زيات د چترال اروسان سيمه ځپلې چې د پوځ د يوه چيک پوسټ په ګډون په کې يو جومات او ملکي خلکو لسګونه کورونه اوبو کې بهېدلې دي.

په پاکستان کې هر کال د مون سون په باراني موسم کې سخت توپاني بآرانونه کېږي چې په ترڅ کې يې سيلابونه راوځي او ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني زيان اړوي.

تر دې مخکې د روان کال په اپريل مياشت کې هم په خيبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او پاکستاني کشمير کې سخت بارانونه شوي چې لږ تر لږه ١٧ کسان يې پکې مړه کړي وو.

همداشان په ٢٠١٠م کال کې په پاکستان سخت سيلابونه راوتي وو چې زرګونه کسان يې مړه او لکونه يې نور يې بې کوره کړي ول.

د خېبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا، د تحريک انصاف مشر عمران خان او نورو صوبايي چارواکيو په چترال کې د باران له امله په ځاني زيان خواشېني ښودلې او مرستندويه او ژغورونکيو ادارو ته امر کړى چې په سيمه کې دې تر ژر تره ژغورونکي عمليات او د نادره خلکو لټون پيل کړي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې سږ کال د مون سون په باراني موسم کې په دې هېواد کې له معموله د زياتو توپاني بارانونو وړاندوينه کړې او په ترڅ کې يې د سيلابونو د راوتلو خبردارى هم ورکړى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG