د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۴

مرتضوي: د سرتاج عزیز څرګندونې د ۴ اړخیزو غونډو د ژمنو خلاف دي


د افغانستان جمهوري ریاست د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې چې ګواګې پر تروریستي ډلو فشار به معکوسه نتیجه ورکړي د پاکستان د ژمنو خلاف بولي.

د ارګ ماڼۍ یوه ویاند شاه حسین مرتضوي وايي چې له بده مرغه پاکستان د تروریستي ډلو پرضد د پوځي اقدام په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د افغانستان جمهوري ریاست د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې چې ګواګې پر ترهګریزو ډلو فشار به د ورانکاره فعالیتونو د زیاتیدو سبب شي په څلور اړخیزو غونډو کې د شوې ژمنې خلاف عمل بولي.

د ولسمشرد ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت تمه لري چې پاکستان د تروریستي ډلو خلاف پوځي اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه:

"دا د هغه ژمنې خلاف عمل دی چې پاکستان په څلور اړخیزه ناسته کې کړې وه په هغه ناسته کې پاکستان وعده کړې وه هغه ډلې چې د سولې له پروسې سره نه یوځای کېږي پر وړاندې به یې اقدام کوي خو له بده مرغه تراوسه په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی پورته شوی."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي و چې پر تروریستي ډلو فشار به معکوسه نتیجه ورکړي او د ترهګریزو بریدونو د زیاتیدو لامل به شي.

سرتاج عزیز
سرتاج عزیز

د سرتاج عزیز له دې څرګندونو سره ټاکل شوې د جان مکن په مشرۍ د امریکا د کانګرس یوه پلاوی به د شنبې او یکشنبې په ورځو کې له پاکستان څخه لیدنه وکړي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار ویلي چې له دغه پلاوي سره د کتنې پرمهال به د تروریستي ډلو پر وړاندې د پاکستان له مبارزې هم دفاع وکړي.

له دې وړاندې سرتاج عزیز ویلي و چې طالب مشران په پاکستان کې ژوند کوي او له روغتیایي خدماتو څخه هم برخمن دي.

د امریکا متحده ایالتو تېر کال پر پاکستان هغه پیسې قطع کړې چې وړاندې یې له حقاني شبکې سره د مبارزې لپاره دغه هېواد ته ورکولې.

سیاسي کارپوهان محب الله شریف بیا وايي چې د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د پاکستان د واقعي سیاست ښکارندويي کوي.

هغه زیاته کړه:

" دا ځل زه فکر کوم چې دغه مسله نړیوالو ته نوره واضح شوې ده او همدا علت دی چې نړۍ دا مهال د پاکستان خلاف سیاست غوره کړی او دغه هېواد کراکر د انزوا پر لور روان دی."

ښاغلی شریف وايي چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي له هماغه پیله د ضد پالیسي وه او دا موضوع اوس واضح شوې ده.

د نوموړي په وینا ترهغې چې پاکستان خپلې ګټې د تروریزم په تمویل کې ګوري دغه پالیسي به دوام کوي او په خبره یې امریکا هم په دې موضوع پوهېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG