د استانبول په اتاترک هوایي ډګر کې د سې شنبې د شپې ناوخته ترورېستي برید په ترڅ کې ۴۲ تنه وژل شوي دي چې شپږ تنه یې افغانان دي. په دې پېښه کې ۲۳۹ نور ټپیان شوي دي.
په ترکیه کې د افغانستان سفیر امان اله جیحون ازادي راډیو ته وویل:
"د ترکیې د بهرنیو چارو له وزارت سره مو اړیکې ونیولې، دوی یوازې د دوو افغانانو د ټپي کېدو خبر راکړ چې دا دوه تنه هم تېره ورځ د یوولس بجو خوا ته له روغتونه رخصت شول، خو شپږ تنه نور چې دوی دوه ګوني تابعیت لري، څلور یې افغان ترکمنان دي او د زیتون بانو په سیمه کې اوسېدل. دوی په دې پېښه کې وژل شوي او ګومان کوم چې ټول د یوې کورنۍ دي او دوه تنه نور هم افغان ازبکان دي چې دوی هم په هغه سیمه کې ژوند کاوه."
په نورو وژل شوېو بهرنیو کې د ترکي چارواکو په وینا شپږ د سعودي عربستان او دوه د عراق دي.
د ایران، چین، اردن، تونس، ازبکستان او اوکراین هم یو یو تن وژل شوی دی.
د افغانستان ولسمشر او اجرایي ریس په یوې اعلامیې کې دا پېښه په کلکو ټکیو غندلې ده.
ارګ او اجراییه ریاست د اعلامیو په خپرولو سره تاکید کړی چې ترورېزم نړیوال ګواښ دی او پکار ده چې پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.
بل لورته د امریکا ولسمشر بارک اوباما تر دې بریدونو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته زنګ وواهه او ورته ویې ویل چې امریکا د تحقیقاتو په برخه کې او یا هم د ترکیې د امنیت په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو ده.
ولسمشر اوباما تر دې ټیلیفوني مکالمې وروسته د چهارشنبې په ورځ د کاناډا په اوتاوا کې د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل:
"موږ د ترکیې له خلکو سره ولاړ یو او نیت لرو چې هرڅه ته اړتیا وي هغه وکړو څو ډاډه شو چې دغه ډول ناوړه پیښې بیا رامنځته نه شي."
رویټرز اژانس د امریکا د دفاعي برخې د دوو سرچینو په وینا خبر ورکوي چې واشنګټن په ترکیه کې خپلو میشتو پوځیانو او ملکي اتباعو ته خبر ورکړی دی چې تر دې وروسته خپلې کورنۍ ترکیې ته مه درغواړئ.
د اوباما ادارې نژدې درې میاشتې مخکې د ترکیې په انچرلیک هوایي ډګر کې میشتو امریکایي ځواکونو او په ترکیه کې خپلو ډیپلوماټانو ته خبر ورکړی و چې له دغه هېواده ووځي.
له دې سره د ترکیې په جنوب کې د امریکا شپږ سوه اویا پوځیان او شاوخوا سل ډیپلوماتان اغیزمن کیږي.