د نړۍ مشرانو د اروپا پر درېیم ستر هوایي ډګر ترسره شوي ترورستي بریدونه وغندل.
د ترکیې په استانبول کې د اتاترک پر نړیوال هوایي ډګر د سې شنبې په شپه ترهګرو حمله وکړه.
د امریکا ولسمشر، د روسیې ولسمشر او د اسلامي هېوادو د سازمان مشر د اتاترک په هوایي ډګر کې پر خونړي بریدونو ژوره خواشیني څرګنده کړه.
د سې شنبې په شپه ناوخته د اتاترک په نړیوال هوایي ډګر کې درې چاودنې وشوې.
ترکي چارواکي وایي چې د دې پېښې د وژل شوېو شمېر ۴۲ ته رسیدلی د ټپیانو په اړه د ترکیې د روغتیا وزیر رجب اکداګ په استانبول کې پرون خبریالانو ته وویل:
"تاسو پوهیږئ چې تر ۲۵۰ په ډېرو کسانو دې برید اغېز کړی دی. په دې ټپیانو کې ۱۲۸ بستر دي. ځیني یې زخمیان دي، ځیني یې برسیرن زخمیان شوي او پر ځینو چاودنې تاثیر کړی دی. هلته داسې کسان هم شته چې له رواني پلوه متاثره شوي. ځیني کسان لوړ غږ متاثره کړي، خو ۴۱ ټپیان په عاجله څانګه کې بستر دي."
په ټپیانو کې دوه تنه د افغانستان دي. په وژل شوېو کسانو کې اکثر ترکان دي او لږترلږه دولس بهرنیان هم په کې شامل دي چې د ترکي چارواکو په وینا په دغو کې شپږ د سعودي عربستان او دوه د عراق دي.
د ایران، چین، اردن، تونس، ازبکستان او اوکراین هم یو یو تن وژل شوی دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ترکیې ولسمشر ته زنګ وواهه او ورته ویې ویل چې امریکا د تحقیقاتو په برخه کې او یا هم د ترکیې د امنیت په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو ده.
ولسمشر اوباما تر دې ټیلیفوني مکالمې وروسته د چهارشنبې په ورځ د کاناډا په اوتاوا کې د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل:
"موږ د ترکیې له خلکو سره ولاړ یو او نیت لرو چې هرڅه ته اړتیا وي هغه وکړو څو ډاډه شو چې دغه ډول ناوړه پېښې بیا رامنځته نه شي."
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم رجب طیب اردوغان ته پرون زنګ وواهه او خپله خواخوږي یې څرګنده کړه.
بل لورته د اسلامي سازمان مشر ایاد مدني دا برید په کلکه وغانده او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د ترورېزم مخه ونیسي.
په اسلامي سازمان کې د ترکیې په ګډون ۵۷ هېوادونه غړیتوب لري.
ترکي چارواکي وایي چې درې ځان وژونکي د سې شنبې په شپه د اتاترک هوایي ډګر ته په ټکسي کې راغلل له پولیسو سره تر ډزو وروسته یې له دروازې سره چاودنه وکړه.
په اخېستل شوېو فلمونو کې ښکاري چې برید کوونکي د ترمینل دننه ننوتلي دي او خلک منډې وهي او بیا یو برید کوونکی نژدې شل ثانیې وروسته ځان مرګی برید کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دا برید له ترورېزم سره په نړیواله جګړه کې باید د عطف ټکی وي. اردوغان زیاته کړه چې دا برید کوونکي هیڅ راز درناوی نه ایمان ته لري او نه هم نورو ارزښتونو ته.