د پکتيا مرکز ګردېز د لومړۍ حوزې امر وايي، د ولايتي شورا د يو وکيل ځيني کسان پرته له اجازې او تلاشۍ حوزې ته ننوتل چې پوليسو د نه پېژندنې په صورت کې د دوی مخه ډب کړې او وروسته وکيل په خپله حوزې ته ځان رسولی هلته يې پوليس وهلي ډبولي او د يو پوليس پوزې هډوکي يې مات کړي چې اوس هم په روغتون کې بستر دی.
د ګردېز ښار لومړۍ امنيتي حوزې امر دويم څارن غلام صديق پکتياوال وايي، تېر مازديګرد پکتيا ولايتي شورا وکيل سردارخان ملنګزوی د لومړۍ امنيتي حوزې په داخل کې پوليسو ته د ده د يو شمېر کسانو تلاشي نه ورکولو پر سر شخړه کړې او د پاچا په نوم يو پوليس پوزه يې ماته کړې ده.
د لومړۍ حوزې امر صديق پکتياوال ازادي راډيو ته په خبرو کې وويل چې پوليسو د لومړۍ حوزې په قراول کې په موټر کې د ناستو کسانو د تلاشۍ او هويت ثابتېدو هڅه کړې وه چې په موټر کې ناستو وسله والو کسانو د حوزې له عسکرو سره د تلاشي نه ورکولو پر سر جګړه وکړه.
نوموړی زياتوي ورپسې د ولايتي شورا وکيل سردار ملنګزوی راغی او په خپله د حوزې امر او پوليس يې وهلی ډبولي او د يو پوليس پوزه يې ماته کړې چې اوس هم په نظامي روغتون کې بستر دی.
ښاغلي پکتیاوال زیاته کړه:
"نن مازديګر تقريباً په پينځو بجو د وظيفې نه حوزې خواته راغلو چې کله، قراول ته راورسېدو چې څه مسلح کسان په شخصي موټر کې ناست وو، غوښتل يې چې لاړ شي داخل ته، کله چې زه راورسېدم موټر مو سره له کسانو حوزې ته راوست چې پوښتنه ترې وکړو چې ته څوک يې طالب يې او که د کوم وکيل يا بل چا کسان چې له دې څو دقيقې تېرېدې سردارخان ملنګزوی د ولايتي شورا وکيل راغی او دغه کسان د هغه مربوط وو او په داخل د حوزه کې يې ماته، قومندان امنيې ته او ان وزير ته سپکې سپورې ويلې، موږ ته يې لاس راواچاوه او زموږ يو پوليس زخمي شو او اوس هم د قول اردو په شفاخانه کې بستر دی."
دی زياتوي چې که افغان ولسمشر، والي او پورته نظامي چارواکي يې پوښتنه ونه کړي او دغو وکيلانو ته د پوليسو د وهلو ډبولو صلاحيت ورکوي، د پوليسو راتلونکی برخليک به ډېر بد وي:
"زموږ غوښتنه دا ده چې د دې ډول وکيلانو مخه ونيسي او داسې ونه شي چې هر چېرې دې ځي او داسې دې پوليس وهي او ټکوي او ولسمشره مو غوښتنه دا ده چې کومې خبرې کوي هغه دې عملي کړي او دغو وکيلانو ته دې دومره وخت نه ورکوي چې دوی داسې مداخلې کوي باالخصوص سردارخان ملنګزوی."
د ده په خبره چې که د دوی د حيثت ساتنې او پوليسو څخه د دفاع او ننګې په موخه جدي اقدامات ونه شي، د دوی د حوزې ټول فرسونل به مايوسه او خپلو وظيفو ته د پای ټکی کېږدي.
په دې اړه د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې سردار ملنګزوی د حوزې په ساحه کې پوليسو سره شخړه کړې او دوی يې پلټنې پيل کړې او غواړي دا مسئله وڅيړي.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:
"سردارخان ملنګزوی چې زموږ د پکتيا ولايتي شورا غړی دی، په دې قضيه کې داخل وو، ما هم خبرې ورسره کړې دي، بېګاه مې خپل اداري معاون ورلېږلی دی او دوی مو نيولي دي، خو بيا قومي خلک راغلل او دوی ويل چې دا قضيه به دوی له قومي لارې حل کړي، که دوی حل نه کړه بيا نو له موږ سره قانون شته او دغه مسله به د قانون له لارې حل کوو، له زور نه هلته کار نه دی اخيستل شوی، تاسو خبر يئ چې هلته جنجال شوی دی او زموږ د يو سرباز پوزې ته تکليف رسېدلی دی او هغه هلته په روغتون کې دی او موږ هڅه کوو چې دا مسله جدي وڅېړو او د قانون په چوکاټ کې چلند وکړو."
موږ په پرلپسې ډول هڅه وکړه، د سردار ملنګزوی کور او دفتر ته ورغلو، ټیليفوني تماسونه مو ورسره ونيول، خو دی دې ته حاضر نه شو چې له ازادي راډيو سره په دې اړوند خبرې وکړي.
خو د ولايتي شورا منشي، محمدالرحمن قادري د دې پېښې په اړه وويل:
"موږ واقعاً دا تاييدو چې دا مسئله شوې ده، موږ د ولايتي شورا وکيلان دا مسئله غندو او دا يو ځل نه دی چې داسې پېښه کيږي او زموږ غوښتنه دا ده چې دا مسئله د عدليي ارګانونو له لوري وڅېړل شي او له ولايتي او مرکزي ادارې مو غوښتنه ده چې دا مسئله همداسې پرېنږدي او د نورو خلکو د عبرت وړ يې وګرځوي."
دا لومړی ځل نه دی چې د يو وکيل له لوري پوليس وهل کيږي، د چارو کتونکو په خبره تر دې وړاندې هم په پکتيا کې په تکراري بڼه داسې پېښې شوې او بې پلټنې پاتې شوې دي.