نن د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو د دې ولايت د ولايتي شورا دروازه د احتجاج په موخه وتړله او ويې ويل چې که غږ يې وانه ورېدل شي د دوی اعتراضونه به دوام پيدا کړي.
اعتراض کوونکو ويل چې د زرمت ولسوال يې شخصي ځمکې غصبوي او د عرايضو پرمهال ورسره ښه چلند نه کوي، د پکتيا ولايتي شورا په دروزاه کې ولاړ د زرمت دوه تنو قومو مشرانو وویل:
"زه فلنګ د زرمت مټورخ اوسېدونکی، زموږ د دوو قومونو جايداد چې يو طرف يې اورېاخيل دي او بل طرف ته نقيب خېل د دوی نيکه نی جایداد، د ولسوال په مستقيمه مداخله او د غاصبانو په همکاري او د ډالرو په کومک شپږ مارکېټه اووه مارکېټه په جعلي اسنادو نيول شوي او جوړ شوي دي، زه په خپله عارض شوی يم، زه تهديد شوی يم، عارضه مې د تعقيب لپاره مديريت حقوقو ته لېږل شوې او هغوی څارنوالي ته لېږلې او هغوی حفظ کړې ده، هېڅ کار نه دی پرې شوی"
"حاجي ملتان د مټورخ د نقيب خېلو نماينده، دا اسناد دي، له ۳۲ نه ونيسي تر ۵۵ پورې په دغه ځمکه موږ ماليې وزارت ته ټکس ورکړی دی، دا مو نيکه نۍ او پدري ځمکه ده او رياست عدليې راته ليکلي دي چې دا زموږ ځمکه ده، زما ولسمشر ته غږ دی، کورنيو چارو وزارت ته وايم چې زموږ ولسوالۍ ته مو غاصب او چنګېز خان رالېږلی، دلته ظلم دی جبر دی، خلک شکنجه کوي او په بازار کې خلکو ته د مور او خور ښکنځل کوي، زه د ځان په کيسه کې نه يم، خو د ټول زرمت غږ پورته کوم."
دغه مشران وايي، اسناد په لاس کې لري، خو ولسوال او ولسوالۍ چارواکي يې اسناد نه اخلي او سپکې سپورې هم ورته وايي، دا چې دوی نور له کومو ستونزو سره مخ دي، د يادې سيمې دوه تنه نور قومي مخور:
"دا اوس چې په کومه ځمکه غصب شروع دی، په دې مو ۱۴ کاله په قضايې دولت کې دوسيه روانه وه او معلومه شوه چې په ۹۱ کې نهايي فيصله وشوه چې دا جايدادونه نه دي استملاک شوي او د دې خلکو ملکيت دی“
"زما نوم عبدالله، زه وايم موږ داسې ولسوال نه غواړو چې په خپله مجرم وي او حکم يې شوی وي چې دی بايد ونيول شي، که نيول کيږي او دی په موږ حکومت کوي، موږ ته دې يو شريف سړی راوليږي، چې د دې خلکو ستونزې واوري."
دا چې د زرمت اوسېدونکو د دې شکايتونو او احتيجاج په اړه چې د ولايتي شورا په دروازه کې يې درولوده د ولايتي شورا وکيلانو غبرګون څه وو د يادې شورا منشي محمدالرحمن قادري راته وايي:
"د زرمت خلک راغلي دي، دوی ويل ولسوال ورسره ښه برخورد نه کوي او ځينې خلک يې ځورولي دي او ورته ويلي يې دي چې دوی خپل کارونه مخ ته نه شي بولی څو پورې له دوی سره په مارکېټ کې نه وي شريک شوي او دغو خلکو نن د ولايتي شورا دروازه تړلې وه، موږ والي صاحب ته هم وويل او د ولسمشرۍ دفتر شکايتونو کميسون ته مو هم د خلکو غږ ورساوه، چې په دې اړه اقدام وکړي او د خلکو ستونزه هواره شي."
قادري دا هم وويل، هڅه يې کړې ولايتي ادارې له لارې د دوی ستونزو ته رسيده ګي وکړي او په خبره يې له مرکزي او ولايتي ادارې به په زرمت کې د سالمو اصلاحاتو غوښتنه وکړي.
د زرمت ولسوال کپتان اخلاص د خلکو خبرې نه مني وايي چې محدود کسان غواړي په ده اتهامات پوري کړي او په خپله خلک د حکومت ځمکو غصب په هڅه کې دي:
"که چېرته دا خبره چا ثابته کړه چې په يو ميلي مېتر ځمکه کې له چا سره شريک يم او يا مې څوک چې عارض شوي او ويلي يې دي چې شخص يا دولت او يا کومې ډلې د دوی ځمکه غصب کړې او په هغه وخت او زمان کې ما اقدام نه وي کړی، زه مسول يم، خو زه داسې نه شم کولای او نه زما مسوليت دی چې د يو چا جايداد راواخلم او بل ته يې ورکړم او يا ور وسپارم دا زما کار نه ده او دا ټول اتهامات دي چې حقايق په غلط رنګ کې وړاندې کيږي."
د پکتيا والي وياند نقيب احمد اتل هم وايي چې د زرمت اوسېدونکي ولايت مقام ته ورغلي دي او د دوی له خبرو اورېدو او بشپړو معلوماتو ووروسته به يې په اړه پرېکړه له رسنيو سره شريکه کړي او يو باصلاحيته هئيت به د موضوع څېړلو په موخه وټاکي.
راپور- داوود تپان