د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

فخري: د دفاع وزارت قراردادونو کې درغلي کوونکي باید مجازات شي


د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې افغان حکومت باید د دفاع وزارت د فساد اړوند دوسیې نتایج له خلکو سره شریک کړي.

د دې ادارې مشر سید حسین فخري وايي که مفسد کسان تر پایه د عدلي او قضایې ارګانونو تر تعقیب لاندې رانشي یوازې د فساد د شتون اعلان څه پایلې نه ورکوي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې افغان حکومت د دفاع وزارت اړوند ډيرو قراردادونو کې فساد ثابت کړ خو د وروستیو نتیجو څخه یې څه درک نشته.

د دې ادارې مشر سید حسین فخري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که حکومت د فساد دوسیې پرانیزي باید تر پایه یې تعقیب هم کړي.

هغه زیاته کړه:

"زموږ وړاندیز دا دی چې په دې قراردادونو کې درغلي کونکي باید د عدلي تعقیب لاندې راشي زموږ او د خلکو د پوهاوي لپاره باید د دفاع وزارت هره دوسیه او پرمختګ له خلکو سره شریک شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تېر کال د دفاع په وزارت کې د پراخ فساد له شتونه خبر ورکړ او د هغې د څېړلو لپاره یې د حمیدالله فاروقي په مشري یو پلاوی وټاکه.

حمیدالله فاروقي
حمیدالله فاروقي

د دفاع وزارت د لوژستیکي قراردادونو څېړونکي پلاوي بیا په خپل راپور کې وویل چې د دفاع وزارت په قراردادونو کې قوانین نقض شوي او ډېر یې په مالي فساد ککړ دي.

افغان حکومت هغه وخت په دفاع وزارت کې د ډېر فساد له امله د یاد وزارت د تدارکاتو څانګي د کارکونکو کارونه وځنډول او دوی یې ممنوع الخروج اعلان کړل.

و موغوښتل چې د دې دوسیو او د دفاع وزارت په نورو تړونونو کې د فساد وضعیت په اړه د څېړنو د پلاوي، دفاع وزارت، لويې څارنوالي او د جمهوري ریاست تازه نظر راوخلو خو له بیا بیا اړیکو نیولو سره یې په اړه د څه ویلو ډډه وشوه.

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي د هغه څه له امله چې حکومت څه نه دي کړي بې ځوابه دی.

د دې شورا غړي رمضان بشردوست ازادي راډيو ته وویل تر هغې چې د فساد په وړاندې یو سیسټم را منځته نه شي په افغانستان کې به د فساد قضیې همداسې بې نتیجې پاتې وي.

رمضان بشردوست
رمضان بشردوست

هغه زیاته کړه:

"د ملي دفاع په وزارت کې چې فساد ثابت شوی تړونونه هغه چا اخیستي چې هغه په قدرت کې دي دوی یا په ارګ کې دي یا په پارلمان کې دي او یا په قضایه او اجرایه قوه کې خپل نفوس لري، د فساد په وړاندې چې څنګه مبارزه روانه ده نه یوازې چې ګټه یې نه ده کړي بلکې دا مبارزه یې ریشخند کړي ده."

د ملي یووالي حکومت له جوړیدو ورسته جمهور رییس غني د فساد د ختمېدو لپاره جدي هڅې پیل کړې.

د دفاع وزارت د قراردادونو څېړل، د ملي تدارکاتو د کمېټې جوړول، د کابل قضیې بیا پرانستل او ځينې نورې دوسیې د فساد پر وړاندې د هغه هڅې بلل کېږي.

د فساد ضد یو فعال شکرالله مشکور وايي چې په افغانستان کې د فساد ضد ډېرې دوسیې شروع کېږي خو د هغې وروستی پایلې بیا نه معلومېږي.

هغه وايي دا کار د دې سبب شوی چې خلک په عدلي او قضایې ارګانونو خپل باور له لاسه ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG