د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

کابل پوسټ: په کوچني پنټاګون کې د فساد نوې کیسه


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره په دفاع وزارت کې د بې ځایه لګښتونو په اړه د سیګار راپور او روان امنیتي وضعیت ته ځانګړې کړي دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې په کوچني پنټاګون کې د فساد نوې کیسه.

په مطلب کې د سیګار د راپور هغې برخې ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، د افغانستان د دفاع وزارت نوې ودانۍ ځینې نیمګړتیاوې لري، د زلزلې بشپړ مقاومت نه لري او اوږد مهاله ورښتونه هم زیان ور اړولی شي.

د مطلب لیکوال د نظر د خاوندانو په حواله لیکلي چې په دې ډول لویو پروژو کې فساد موجود وي او له افغان چارواکو پرته بهرنیان هم په دې ډول فسادونو کې لاس لري.

په مطلب کې د سیګار د راپور دا برخه هم را اخستل شوې چې د دغې ودانۍ اټکلي لګښت ۴۹ میلیونه ډالره و، خو په جوړېدو یې ۱۵۰ میلیونه ډالره ولګېدل.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د دفاع وزارت اړوند یوې بلې چارې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه به په راتلونکي پسرلي کې د کشف او څارنې لپاره د بې پېلوټه الوتکو پروازونه پيل کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې دغه بې پېلوټه الوتکې به د افغانستان له جنوبي او شمالي ولایتونو څخه پروازنه پيل کړي چېرته چې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات تر سترګو کېږي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، دا بې پېلوټه الوتکې د وسله والو مخالفینو پټن ځایونه معلومولی شي او له افغان امنیتي ځواکونو سره د تروریزم ضد مبارزه کې ښه مرسته کولای شي.

د ورځپاڼې په باور، افغان حکومت ته په کار ده چې له امریکا پرته له نورو هېوادونو څخه هم داسې ورته پوځي مرستې ترلاسه کړي چې اړتیا ورته لري.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د بهرنیانو له خوا خپل سره د شپې عملیات د شوو تړونونو خلاف عمل دی.

په مطلب کې په میدان وردګو کې د سویډن موئسسې پر یوه روغتیایي مرکز د بهرنیو وروستۍ حملې ته اشاره شوې او لیکل شوي چې دغه ډول حملې په هغو هوکړه لیکونو کې منع شوي چې بهرنیو له افغان حکومت سره لاسلیک کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، هغه ډلې باید محاکمه شي چې په جګړه کې له ماشومانو کار اخلي.

په سرمقاله کې راغلي چې په جګړه کې ښکېل لوري او طالبان په جګړو کې له ماشومانو کار اخلي او افغان حکومت باید هڅه وکړي چې دا ډول سرغړونکي پيدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

XS
SM
MD
LG