د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

افغانستان بیا هم د فاسدو هېوادونو په توګه معرفي شوی


انډپنډنټ:

له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې انډپنډنټ په خپله وروستۍ ګڼه کې د نړېوال شفافيت سازمان د وروستي راپور په باب ليکنه خپره کړې، په هغې کې يې د هغو هېوادونو نقشې په سره رنګ په نښه کړي چې اداري فساد په کې زيات دى.

د ورځپاڼې په حواله د سازمان په دې راپور کې سوماليا، شمالي کوريا او افغانستان تر ټولو د فاسدو هېوادونو په توګه معرفي شوي دي.

راپور وايي، په دغو هېوادونو کې په اداري فساد اخته چارواکي له روانې شخړې د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کوي.

خو د نړېوال شفافيت سازمان په راپور کې ويل شوي چې په کمو فساد لرونکو هېوادونو کې هم اداري فساد موجود دى.

انډپنډنټ ورځپاڼې ليکلي، هغه درې هېوادونه چې د فاسدو هېوادونو د ليست په سر کې راغلي، مثلاً افغانستان کې دا ستونزه له روانې جګړې سره ارتباط لري او دغه مسئله د دې سبب شوې چې سولې ته د رسېدو هڅې ټکنۍ شي.

انډپنډنټ ليکي، د افغانستان دفاع وزارت تېر ميلادي کال ٢٠٠ مليونه ډالره اضافي پيسې چې بايد د بيارغونې پر چارو لګېدلاى، پر هغو تړونونو لګولي وو چې د سون موادو د رانيولو لپاره وو او دا مسئله د دغه وزارت د څو چارواکو د ليرې کېدو سبب شوه.

د انډپنډنټ ورځپاڼې په باور، د امريکا د لويې وچې هېوادونو د اداري فساد په وړاندې په مبارزه کې ځينې پرمختګونه کړي دي.

د نړېوال شفافيت سازمان په راپور کې سويډن، ډنمارک او فنلنډ له اداري فساد نه پاک هېوادونه بلل شوي دي.

نيويارک ټايمز:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه يوه ليکنه خپره کړې او په هغې کې يې په کابل کې د برېښنا پر قطع کېدو تبصره کړې ده.

د نيويارک ټايمز په حواله، وسله والو طالبانو په بغلان ولايت کې د برېښنا يو عمده مزى چې کابل ته يې له ازبکستان څخه برېښنا غزولې وه، پرېکړى دى.

په ليکنه کې راغلي، دا مسئله په افغانستان کې د اساسي پروژو د زيانمنېدو سبب شوې او هغه هم په داسې يوه وخت کې چې افغان قواوې د سخت دريځو وسله والو په وړاندې په جګړه بوختې دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د برېښنا شرکت د وياند وحيد اله توحيدي خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، وسله والو طالبانو د بغلان-کندوز لويې لارې ته نژدې په ډنډ شهاب الدين سيمه کې د برېښنا يوه پايه بېخي له منځه وړې او دوې نورې پايې يې زيانمنې کړې دي.

د برېښنا رياست کارکوونکي ډېر ژر سيمې ته ورسېدل، خو د هغو ماينونو له کبله يې کارونه ټکني شول چې په وروستيو کې د وسله والو طالبانو له خوا په سيمه کې ښخ شوي دي.

دوى تر هغو منتظر وو، چې افغان ځواکونه سيمې ته ورسېږي او ماينونه شنډ کړي.

نيويارک ټايمز ليکي، افغانستان د برېښنا د نشتوالي له جدي ستونزې سره مخامخ دى، د دغه هېواد د نفوس يوازې ٤٠ فيصده د برېښنا له پايو سره تړلي دي.

افغانستان د خپلې برېښنا ٧٥ فيصده له ګاونډيو هېوادونو لکه ازبکستان، ترکمنستان او ايران څخه واردوي.

د پلازمېنې کابل د برېښنا اوږدو مزيو (لاينونو) افغانستان د سبوتاژ له ډېر حساس پړاو سره مخامخ کړى دى.

XS
SM
MD
LG