د تعليم په برخه کې د نانسن په نامه د ملګرو مل تونو د مهاجرينو جايزه ګټونکې افغانه مېرمن عاقله اصفي په درې ورځني سفر بلوچستان ته تللې وه او پرون په بلوچستان پوهنتون کې د درناوي يوه غونډه ورته جوړه شوې او د دې خدمتونه په کې ستايل شوي دي.
مېرمن آصفي په دې غونډه کې ويلي چې غواړي په نړيواله کچه د افغان ځوانانو او نجونو د تعليم لپاره غږ پورته کړي.
د مهاجرينو نړيوالې ادارې يو اين ايچ سي آر او د ويس په نامه موسسې د جمعې په ورځ د بلوچستان پوهنتون د مطالعاتو د مرکز په تالار کې د افغانې ښوونکې مېرمن عاقلې آصفي په درناوي کې يوه غونډه جوړه کړې وه چې ګڼ شمېر افغانو زدکوونکو، مېرمنو، د پوهنتون استادانو او په کوټه کې د افغانستان جنرال قونصل په کې ګډون کړى وو.
په دې غونډه کې د مېرمنې آصفي تعليمي خدمتونه وستايل شول او د درنښت ټيکري ور پر سر کړاى شول.
افغان کمېشنر بريګېډير مسعود احمد وويل مېرمن آصفي شاوخوا زر تنه نجونې باسواده کړې او هغوى ته يې د روښانه راتلونکي د جوړېدو زمينه برابره کړه:
"مېرمن عاقله په بدلون راوستلو کې بريالۍ شوه او تر زرو زياتې نجونه يې باسواده کړې چې دا به په راتلونکي کې زر کورنۍ اغېزمنې کړي، هيله مې دا ده چې دا بايد په همدې شکل په ځانګړې توګه په پاکستان کې د افغان کډوالو په کېمپونو کې د نجونو د تعليم په هکله د اميد روڼا خپره کړي."
افغان جنرال قونصل وحيدالله مومند پخپله وينا کې وويل چې په بلوچستان کې د افغان کډوالو په ٩٨ ښوونځيو کې قريباً دري څلوېښت نيم زره نجونې او هلکان زدکړې کوي، ده وويل افغانستان تعليميافته ځوانانو ته اړتيا لري. ښاغلي مومند د مېرمن آصفي تعليمي هڅې وستايلې:
"نن داسې يوې غونډې ته را بلل شوى يم چې د نانسن جايزې وړونکې په وياړ جوړه شوې ده او خوشاله په دې يم چې دغه جايزه وړونکې يوه افغانه خور ده، زه به د مېرمن آصفي په هکله دوې خبرې هيڅکله هېرې نه کړم، لومړى دا چې دې د مهاجرت په سختو شرايطو او له اقتصادي ستونځو سره- سره د نجونو د تعليم او تربيې په بدل کې هيڅ فيس نه اخيست، دويم دا چې دې په پاکستان کې د افغان کډوالو د بچيانو تر څنګ د پاکستان د اسلام جمهوريت بچيانو ته هم تدريس کاوه."
د يو اين ايچ سي آر د بلوچستان د دفتر مشر دنېش شريسته پخپله وينا کې د مېرمن آصفي تعليمي هڅې يو غيرعادي خدمت وباله او ويې ويل د داسې ورځې په انتظار دى چې افغانستان بايد د جنګ په نامه نه، د مېرمن آصفي غوندې ښوونکيو له برکته د معياري تعليم په نامه ياد شي:
"مېرمن عاقلې دا ښه موقع ده چې بايد ستاسې غيرعادي خدمتونو وستايل شي، موږ د يوې پرمختللې ټولنې فکر نه شو کولاى که نيم نفوس يې له تعليمه بې برخې وي، تاسې واقعاً لوى خدمت تر سره کړ چې په کوټ چندنا کېمپ کې مو افغانې نجونه باسواده کړې، دا به نه يوازې د افغان کډوالو، د افغانانو بلکې د ټولې سيمې لپاره به يو مثال وي"
د بلوچستان پوهنتون رئيس ډاکټر جاويد اقبال هم په دې غونډه کې ګډون کړى وو، ده پخپله وينا کې وويل د مېرمن عاقلې هرکلى وکړ او د هغې تعليمي هڅې يې وستايلې:
مېرمن عاقلې آصفي د غونډې له جوړوونکيو او ويناوالو د دې د تعليمي هڅو د ستايلو مننه وکړه، دې پخپله وينا کې وويل چې د دې په هغه ښوونځي کې- چې پلرونو يې د خپلو لوڼو تعليم شرم او پېغور باله- ١٠٨٨ نجونې زدکړې کوي چې وايي ډېرې يې اوس له لوړو زدکړو هم فارغه دي، مېرمن آصفي وايي هڅه يې دا ده چې په نړيواله کچه د افغانو نجونو او ځوانانو د تعليم لپاره غږ پورته کړي چې هغوى پخپل هېواد کې دننه تعليم وکړي:
"چې د نړۍ هرې ګوښې ته زه لاړه شم او له هر مشر سره مخامخ شم، زه غواړم هغوى ته دا پيغام ورسوم چې افغاني ماشومان حق لري چې د نورې نړۍ غوندې د هغوى په کچه تعليم حاصل کړي، زه غواړم زموږ ځوانانو ته هغه تعليمي مدارج ورسېږي چې د دونيا ځوانانو ته رسېدلي دي او د افغانستان هيڅ يو ځوان هيڅکله دا هيله ونه لري چې د تعليم لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي."
د يادونې وړ ده چې پينځوس کلنې مېرمن عاقلې آصفي څلرويشت کاله د پنجاب د ميانوالي سيمې په "کوټ چندنا" کېمپ کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړه او په دې موده کې يې سلګونه نجونې باسواده کړې او د دغو خدمتونو په نتيجه کې د مهاجرينو د نړيوالې ادارې يو اين ايچ سي آر له خوا په تېر ٢٠١٥م کال کې په لسو ښوونکيو کې د نانسن جايزې لپاره ونومول شوه، چې په نړۍ کې د مهاجرينو لپاره د تعليم په برخه کې د خدمت په بدل کې ورکول کېږي.
راپور:بارکوال مياخېل