د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

چارواکي: په کونړ کې د داعش وسله وال فعالیت نه دی پیل کړی


د کونړ امنیتي چارواکې وايي، داعش یا د اسلامي دولت ډلې تر اوسه په کونړ کې کوم وسله وال فعالیت نه دی پیل کړی خو دوی ته چې کوم استخباراتي معلومات را رسیدلي ویل شوې چې د سرکاڼو ولسوالۍ شونکړۍ په سرحدي سیمه کې پنځه اتیا داعشې کورنۍ ځای پر ځای شوي دي.

د کونړ امنيي قومندانۍ مرستیال سید مقصود پاچا هغه اوازې رد کړې چې په کومو کې ویل شوې و چې په یاد ولایت کې د داعش وسله والو شمېر شاوخوا درې زرو ته رسیدلی او کیدای شي دغه شمېر نورهم لوړ شي.

دی وايي، دوی ته چې کوم راپورونه رسیدلي له هغې معلومیږي چې یوازې نږدې سل داعشي کورنۍ د سرکاڼو ولسوالۍ شونکړۍ ته راغلي او تر اوسه يې هڅ ډول وسله وال فعالیت نه دی پیل کړی.

ښاغلي مقصود پاچا زیاته کړه:

"د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ له لارې د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ د مایا او شونکړۍ سیمو ته یو شمېر داعشي کورنۍ راغلي او هلته لیدل شوي. داسې کوم وسله وال فعالیت يې نه دی پیل کړی، کومې اوازې چې زموږ غوږونو ته رارسیدلې هیڅ حقیقت نه لري."

د قومندانۍ مرستیال په داسې حال کې په کونړ کې د اسلامي دولت وسله والې د فعالیت د نشتوالي خبره کوي چې څو ورځې وړاندې په مشرانو جرګه کې د خلکو استازی محمد طیب عطا ویلي و چې په کونړ کې د داعش وسله اله ډله د جلب او جذب مرکزونه لري او تر دې دمه يې شمېر درېیو زرو ته رسیدلی او که يې مخه ونه نیول شي نو کیدای شي یاد شمېر نور هم لوړ شي.

د کونړ امنيه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل بیا وایي چې هره وسله واله ډله د افغان ځواکونو او خلکو خلاف کوم قدم پورته کړي، دوی يې مقابلې ته پوره چمتوالی لري او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د کونړیان ارام ژوند نا ارامه کړي.

ښاغلي سیدخیل زیاته کړه:

"که دوی ته څرکنده شي چې داعش دلته مسلحانه فعالیت پیل کړی دوی به يې په پوره همغږۍ مقابله وکړي او ماتې سره به یې مخ کړي."

په کونړ کې وروسته له هغه د داعش یا اسلامي دولت د شتون راپورونه خپریږي چې کله د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د افغان حکومت او یادې ډلې ترمنځ سخت جنګونه وشول او په کې دواړو خواو ته درنې مرګ ژوبلې واوښتې او اوس هم هلته په یو بل بریدونه دوام لري.

راپور: روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG