د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

په ننګرهار کې د داعش ډلې لسګونه کسان وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې لایې هم په ننګرهار کې د داعش او وسله والو طالبانو پرضد د شفق په نوم د عملیاتو په چوکاټ کې یې فعالیتونه دوام لري.

د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې او ډيری سیمې یې له داعش ډلې او وسله والو طالبانو څخه پاکې کړي.

له بلې خوا د ننګرهار د ولایتي شورا ځینو غړو د داعش د ورکېدو په خاطر د شفق په نوم عملیات ګټور بللي خو وايي چې امنیتي ارګانونه باید تصفیه شوې سیمې خوندي وساتي.

دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې د ملي اردو د هوايي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ډلې لسګونه کسان وژل شوي او ځیني یې شاه تګ ته اړ شوي.

د ملي اردو د هوايي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ډلې لسګونه کسان وژل شوي.
د ملي اردو د هوايي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ډلې لسګونه کسان وژل شوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد راد منش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو د شفق په نوم عملیات پیل کړي وو او لاهم ادامه لري څو هغه سیمې چې د داعش حضور په کې لیدل کیږي پاکې کړي.

ښاغلي رادمنش همدارنګه وویل چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې د وسلو او مهماتو زیرمې هم له منځه تللي دي.

ده وویل:

"د ننګرهار په خواو شا سیمو کې خصوصاً په اچین او کوټ ولسوالیو کې داعش ډله یو لړ فعالیتونه لري چې د دوی په وړاندې له هوايي او ځمکني ځواک څخه ګټه اخیستل شوې چې یو شمېر یې وژل شوي او ځیني تیښتې ته اړ شوي دي."

محمد رادمنش وايي، په کونړ او نورستان کې هم افغان ځواکونو د داعش ډلې پر ضد عملیات پیل کړي چې د دې ډلې ډیر جنګیالي په کې له منځه تللي دي.

له بلې خوا تیره ورځ د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته ویلي چې د جیټ پوځي الوتکو د داعش پر دوو مهمو مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې له امله يې څلویښت تنه داعشيان وژل شوي او دوه د مهماتو زیرمې یې هم له منځه تللي دي.

له دې مخکې دفاع وزارت ویلي و چې په روان لمریزکال کې یې د افغانستان په نهو ولایتونو کې د داعش او وسله والو طالبانو پرضد د شفق په نوم پوځي عملیات پیل کړي چې د وږي تر پایه به ادامه ولري.

په داسې حال کې د دفاع وزارت د داعش ډلې د غړو د وژلو او ټپي کېدو خبره کوي چې له دې مخکې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه ښودلې وه.

عطا محمد نور هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه ښودلې وه.
عطا محمد نور هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د ولایتي شورا غړو هم د داعش ډلې پر ضد پیل شوي عملیات یو نیک اقدام بللی دی.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر کاموال ازادي رادیو ته وویل، دولت باید تصفیه شوې سیمې خوندي وساتي:

"زموږ هیله دا ده دولت چې په کومو ځایونو کې عملیات کوي، باید قطعات په کې پریږدي، څو مخالفین په کې بیا سر را پورته نه کړي."

په ورته وخت کې د پوځي چارو ځیني پوهان په دې باور دي چې که د سیمې خلک له امنیتي ځواکونو سره دایمي مرستې وکړي، وسله وال مخالفین او د داعش ډله به په کې ډیر ژر وځپل شي.

د دې کارپوهان له ډلې امراله امان وایي، که امنیتي ځواکونه د خلکو په مرسته په مختلفو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي، د مخالفینو ضد عملیات به بریالي وي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG