د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

کونړ کې ۳ داعشیان د طالبانو تر وژلو وروسته حکومت ته تسلیم شوي


په کونړ کې چارواکو هغه درې تنه وسله وال رسنیو ته وښودل چې درې ورځې وړاندې یې د مرورې ولسوالۍ په چنار سیمه کې د امارت څلور وسله وال وژلي و او بیا يې د ملي اردو ځواکونو ته ځانونه سپارلي.

د داعش یا اسلامي دولت درې کسیزه وسله والې ډلې مشر تاج محمد چې ځان د باجوړ اوسېدونکی ښي وايي، دوی په مرورې ولسوالۍ کې د داعش لپاره کار کولو خو درې ورځې وړاندې ورپسې د امارت څلور کسان ورغلل چې ويې وژنې خو دوی پرې مخکې شول او هغه څلور واړه يي ووژل او بیايې د ملي اردو ځواکونو ته ځانونه وسپارل:

"زه له داعش سره یو ځای ومه، موږ د طالبانو د قوماندان قاري ضیاالرحمن سره معامله راغله، موږ د هغوی څلور کسان و وېشتل، بیا مو طالبانو یا داعش سره پاتې کېدل ښه ونه ګڼل، هم هغه و چې ځانونه مو ملي اردو ته وسپارل، په خپله خوښه راغلي یو."

هغه وايي، له ډېر وخته يې د امارت وسله والو سره مخالفت درلوده، خو د پنجشنبې په ورځ دغه اختلافات په جګړه واوښتل:

"خپل منځي اختلاف له پخوا چلېده، خو داسې څه نه و پیدا شوې، په دغه ورځ ناڅاپي هغوی په موږ حمله وکړه، زموږ د وژلو نیت يې درلوده، موږ پرې مخکې شو او موږ پسې راغلي کسانو مو ووژل."

تاج محمد او ملګري يې وايي، د کورنۍ غړي یې د وسله والو طالبانو دواک لاندې سیمه کې پاتې دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د ۲۰۱ سیلاب قل اردو په دوهمه پلې لوا کې درسنیو استازو په وړاندې ملي اردو سره یو ځای شوو درېیو وسله والو ته هرکلی ووايي:

"دغه درې وروڼه چې دوه يې د پاکستان د باجوړ او یو يې د کونړ مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی د داعش د ډلې له طرفه دوی تنظیم شوي و، جذب شوي و ، وسله والو فعالیت یې درلوده، خوشبختانه چې دغه وروڼه مسلمانان دي او دا يې درک کړه چې دغه خلک دوی مسلمان وژنې او یو ناروا کړنې ته هڅوي، خو دوی حقیقت درک کړی و او له هغوی سره يې شخړه کړې او په خپله خوښه حکومت سره یوځای شول."

والي له نورو وسله والو مخالفینو هم وغوښتل چې باید حقایق درک کړي، له افغان وژنې دې لاس واخلي او خپل اسلامي حکومت سره دې یو لاس شي.

په ننګرهار کې د داعش یا اسلامي دولت او د وسله والو طالبانو ترمنځ په تېر کال کې سختې جګړې وشوې چې په کې دواړو خواو ته درنې مرګ ژوبلې واوښتې او په کونړ کې دا لومړی ځل دی د داعش په نوم درې تنه وسله وال پاڅېږي او دامارت څلور تنه وژنې، او بیا ځانونه حکومت ته سپارې.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG