د لویدیځ نورستان اوسیدونکي وايي، د لغمان په حدودو کې د دوی سیمې ته غځېدلی سړک کې امنیت نشته او هره ورځ دوی ستونزې ګالي.
دوی وايي، امنیت یو شمېر دولتي چارواکو او قومي مشرانو ګډوډ کړی.
د غربي نورستان اوسیدونکي وايي، غواړي چې د لغمان چارواکو او هغو کسانو سره خبرې وکړي چې څوک د امنیت په خرابوالي کې خپلې ګټې ګوري.
لویدیځ نورستان درېیو ولسوالیو ته د لغمان په ولایت کې سړک غځېدلی چې په دې وروستیو کې د یاد سړک په اوږدو کې وسله وال پیدا شوي څوک حکومت سره د پلوۍ په تور زوروي او چاته نورې بهانې ګوري چې د خلکو په وینا په تېرو څو میاشتو کې دغو وسله والو په لسګونو کسان لوټلي، یو شمیر يې وژلي او څه يې هم برمته کړي.
خلک وایي، دغو وسله والو سره د یو شمېر قومي مشرانو او دولتي چارواکو لاس دی.
قومي مشر عبدالرقیب وايي، هره ورځ په لاره کې د وسله والو له لاسه د بوږنونکو پېښو شاهدان وي:
"کومه لاره چې د نورستان درېیو ولسوالیو ته غځېدلې، له درېیو ولسوالیو پیل د لغمان مرکز پورې حالات ډېر خراب دي.زموږ له حکومت غوښتنه دا ده چې په دې لاره کې امنیت ټینګ کړي او موږ له دغو ستونزو وژغوري."
د غربي نورستان اوسیدونکي وايي، د امنیت نشتوالي له امله اړ دي چې یوه قومي شورا جوړه کړي څو په لاره کې ناستو وسله والو او د هغوی ملاتړ کوونکو سره خبرې وکړي:
"نو کله چې دا قومونه په صادقانه ډول سره یوځای شي، نو انشاالله چې د سیمې هر مشکل به حلیږي.
-زما نوم غلام سخي دی، موږ کوښښ کوو چې داسې د حل لاره پیدا کړو چې ورسره امنیت تامین شي، دلته نه یوازې لغمان او نه هم یوازې نورستان دی، دلته چې په لارو کې څوک مشکلات پیدا کوي، د هغوی خوا ته ورتګ او له هغوی دا پوښتنه کول چې ولې مشکلات ایجادیږي ؟موږ باید هغوی سره خبرې وکړو او د ستونزو هواري لپاره ورسره مفاهمې وکړو."
په سیمه کې د ملي اردو د دوه سوه یو سیلاب قل اردو یو تن مسول ډګرمن جاوید که څه هم د امنیت ګډوډونکو تر شا د ولاړو کسانو نومونه نه اخلي خو وايي چې په ګډوډېو او ناامنیو کې یو شمېر چارواکي او دولتي مسولین لاس لري.
ښاغلي جاوید زیاته کړه:
"په لاره کې چې کوم د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه پراته دي د امنیت نيولو هڅې کوي او امنیتي حالت يې برابر کړی نور يې هم برابروي، خو بدبختانه چې ستونزه خپله د لغمان ولایت مرکز او د مرکز څو کیلومترۍ کې ده چې هغه زموږ یو شمېر قومندانان، ځیني قومي مشران دي، ځیني هغه مافیايي کړۍ دي چې امنیت نه غواړي او خپلې ګټې په ګډوډیو کې ګوري."
له تېرې څه مودې را پدیخوا غربي نورستان ته په غځیدلې لاره کې امنیتي ستونزې پیدا شوې، خو تر اوسه دولتي ځواکونه په دې ندي بریالي شوي چې له یادې لارې ټول خنډونه لېرې کړي.
راپور : روح الله – انوري