د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۱۷

نورستان: دواب ولسوالي وسله والو طالبانو محاصره کړې


د غربي نورستان دواب ولسوالۍ یو ځل بیا وسله والو طالبانو محاصره کړې.

دغربي نورستان اوسېدونکي او په ځانګړي ډول د دواب ولسوالۍ خلک وايي، له تېرو څو ورځو راپدېخوا وسله والو طالبانو د ولسوالۍ په شاوخوا غرونو کې درنې وسلې ځای په ځای کړي او هر ساعت د دې وېره شته چې دواب سقوط وکړي:

"طالبان راغلي په جګو نقطو کې یې وسلې لګولي او مورچې يې نیولې دي، الوتکې راغلې یو څو راکټه يې وار کړل بېرته لاړې، داسې ځایونه يي ویشتلي چې هلته څوک نه و موجود، تېره ورځ وسله والو طالبانو د لټوا امنیتي پوسته نیولې ده، هغه څخه يې پنځه پولیس هم ځان سره بولې دي، د سنګ پل پوسته يې هم نېولې ده ، حالت خراب دی، هر ساعت د حملې وېره موجوده ده."

دوی وايي، دوکاندارانو د جنګ له وېرې د دواب بازار خالي کړی دی:

"دوکاندارانو ټولې سودا ګانې کورونو ته وړي او خلک له وېرې له کورونو نشي راوتلی."

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم هم په دواب کې د وسله والو طالبانو راټولیدل مني او دا هم وايي چې له نورګرام څخه دواب ته غزېدلې لاره کې یوه امنیتي پوسته هم وسله والو نیولې ده:

"د لټوا پوسته يې نیولې پنځه پولیس يې ځان سره بولي دي، هو طالبان راټول شوي خو هلته پراته ځواکونه يې مقابلې ته چمتو دي او سخته ماتې به ورکړي."

هغه وايي، مرکزي حکومت يې د طالبانو له راجمع کېدو خبر کړی او تېر ماښام د دفاع وزارت څرخې الوتکو د وسله والو مخالفینو په مورچو بمباري کړې، خو تر اوسه ورته د اوښتو تلفاتو په اړ کره معلومات نه دي رارسېدلي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ټلیفون ازادي راډیو ته دعوه وکړه چې تېره ورځ يې د نورګرام ولسوالۍ اړوند د لټوا پوسته نیولې پنځه سرتېري او وسلې يي ځان سره وړي دي.

دواب د نورستان په لوېدیځ کې هغه ولسوالې ده چې تل د وسله والو مخالفینو ګواښ لاندې وې.

تېر کال خو یو ځل وسله والو طالبانو نیولې هم وه.

خلک وايي، څو ورځې وړاندې د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان عنایت الله د لغمان په علینګار کې د وسله والو طالبانو لخوا ووژل شو، د هغه له وژنې وروسته په دواب کې امنیتي حالت کډوډ شوي دي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG