د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

پاکستان د ملا منصور د وژلو په اړه افغان سفیر ته اعتراض وکړ


په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلیوال د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره کتلي دي.

له هغې راوروسته چې د مې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټې الوتکې برید د پاکستان انتقادونه راپورته کړل، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او پاکستان دوه لوړ پوړې ډیپلوماټان خپلو کې خبرې کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلیوال ازادي راډیو ته وویل، هغه پېښې چې په تېره اوونۍ کې رامنځته شوې، د افغانستان لپاره مهمې مسئلې دي او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره یې خبرې په همدې مسئلو راڅرخېدې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلیوال
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخلیوال

په تېره اوونۍ کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو تر ټولو ډېره اغیز لرونکې مسئله د پاکستان په خاوره کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کیدل و. خو دا چې د دې پېښې په کومو اړخونو دواړو لورو خبرې کړي ښاغلي زاخلېوال یې په اړه د جزییات له ورکولو ډډه وکړه.

اخوا پاکستانۍ رسنۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو په وینا وايي، سرتاج عزیر له افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال سره په کتنه کې د طالبانو پر مشر د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه خپله اندېښنه ښودلې او ټنیګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو خاورې باید د یو بل خلاف ونه کارول شي.

پاکستاني ورځپاڼو د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو په وینا ویلي چې له افغان سفیر زاخلیوال سره په کتنه کې سرتاج عزیز د بې پیلوټه الوتکې د دې برید په اړه چې ملا منصور یې وواژه د پاکستان اعتراضونه څرګند کړل.

پر دې سربیره راپورونه وايي چې د سرحدي امنیت، د افغانستان د سولې په راتلونکې او نورو دوه اړخیزو مسئلو هم دواړو خواوو خبرې کړي دي.

پاکستان د یکشنبې په ورځ وویل چې د ډې.اېن.اې له معایناتو هم تایید شوې چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په هغه برید کې چې د بلوچستان ایالت په نوشکي سیمه کې یې وکړ، د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی.

ډي اېن اې:د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی
ډي اېن اې:د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی

پاکستاني چارواکو د بې پیلوټه الوتکې دا برید د پاکستان پر ملي حاکمیت تېری بللی او واشنګټن ته یې په دې اړه اعترا ض وړاندې کړی دی.

بل خوا پرون د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر په یوه خبري غونډه کې یو وار بیا ټینګار وکړ چې پاکستان باید د ترهګرو په ځانګړي توګه د طالبانو د مشرانو پر ضد ځپونکې اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG