د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

پاکستان کې د ملا منصور د فاتحې په اړه د ارګ غبرګون


د ولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

د افغانستان حکومت وایي، د ملا منصور لپاره په پاکستان کې د فاتحې د مراسمو نیول دا ښکاره کوي چې څوک د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د کورنیو رسنیو له خوا خپاره شوي ویډيوګانو ښيې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور لپاره د پاکستان په لویو ښارونو کې د فاتحې مراسم نیول شوي دي.

جمهوري ریاست وایي، د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او القاعدې د مشرانو وژنه او نویو مشرانو ته یې بیعت د افغانستان د خلکو او دولت د حقانیت ثبوت دی.

نوو مشرانو ته یې بیعت د افغان دولت د حقانیت ثبوت دی
نوو مشرانو ته یې بیعت د افغان دولت د حقانیت ثبوت دی

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پردیو په خاوره کې د تروریستي ډلو مشرانو ته د فاتحې نیول له تروریزم څخه د ملاتړ کوونکو څېره بربنډوي.

هغه زیاته کړه:

"کله چې یو تروریستي رهبر په پردۍ خاوره کې اوسېږي او ورته فاتحه نیول کېږي، نوي رهبر ته یې بیعت کېږي، دا ټول ښيې چې وسله والې ډلې چېرته دي."

جمهوري ریاست وایي، د دوی غوښتنه بیا هم له پاکستان څخه دا ده چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپلې کړي ژمني عملي کړي.

د طلوع نیوز له خوا په یوه ویډیویې راپور کې معلومېږي چې د پاکستان په سترو ښارونو کې د ملا منصور لپاره د فاتحې مراسم اخیستل کېږي او بیا وروسته د هغه د وژنې د غندلو لپاره مظاهرې هم کېږي.

دا ټول ښيې چې وسله والې ډلې چېرته دي
دا ټول ښيې چې وسله والې ډلې چېرته دي

په دغو مظاهرو کې د امریکا بیرغ په دې اعتراض سوځول کېږي چې د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې یې د پاکستان په خاوره کې طالب مشر ملا اختر محمد منصور هدف ګرځولی.

تر دې یو کال مخکې د دغې ډلې بل مشر ملا محمد عمر ته هم په پاکستان کې په ښکاره د فاتحې مراسم نیول شوي و، خو ورته مراسم د افغانستان په ځينو سیمو کې هم تر سره شول.

ملا منصور یوه اوونۍ مخکې د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

ملا منصور یوه اوونۍ مخکې په بلوچستان کې ووژل شو
ملا منصور یوه اوونۍ مخکې په بلوچستان کې ووژل شو

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز پر خپله خاوره د امریکا دا حمله و غندله او د ملا منصور مرګ یې د افغانستان د سولې د تضعیف لامل و باله.

خو پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې له وسله والو ډلو سره د مبارزې د ادعاو تر څنګ او د نړیوالو فشارونو سره سره په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو فعالیتونو ته اجازه ورکوي.

د چارو کارپوه محمد یونس فکور دا پوښتنه ځوابوي:

د چارو کارپوه محمد یونس فکور
د چارو کارپوه محمد یونس فکور

"زه فکر کوم د پاکستان جنرالانو دغه خطرونه او بدنامۍ منلي دي د هغو لویو ګټو په خاطر چې دوی غواړي په سیمه کې د هند د نفوذ او د افغانستان د پراختیا مخه و نیسي."

ښاغلی فکور وایي، دا طبعي خبره ده چې په پاکستان کې د وسله و الو ښکاره فعالیتونه به له نړیوالو سره د دوی پر اړیکو منفي اغېز ولري خو نوموړی زیاتوي چې پاکستان خپلې ګټې د همدې ډلو په موجودیت کې لټوي او هیڅ کله به یې پر وړاندي مبارزه و نه کړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG