د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

پاکستان بالاخره د طالبانو د مشر وژنه تاييد کړه


د افغان طالبانو د مشر تر وژنې نږدې پېنځه ورځې وروسته پاکستان په لومړي ځل په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور مړينه تاييد کړه.

دا په داسې حال کې ده چې امريکايي بې پيلوټه الوتکو د روانې مياشت په ٢١مه نېټه د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوچکي سيمه کې پر يوه موټر تر بريد وروسته وويل چې په دغه بريد کې يې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور چې په پاکستان کې د ولي محمد په نامه اوسېده، په نښه کړى او وژلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چار سلاکار سرتاج عزيز د پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل په پاکستان کې د ملا اختر منصور مړينه تاييد کړه، د بې پيلوټه الوتکو بريدونه پر خپلې خپلواکۍ تېرى وباله او ويې ويل، په دې اړه يې امريکا ته سخت احتجاج کړى او په اړه به يې ملګرو ملتونو کې هم احتجاج وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چار سلاکار سرتاج عزيز د پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل په پاکستان کې د ملا اختر منصور مړينه تاييد کړه.
د پاکستان د بهرنيو چار سلاکار سرتاج عزيز د پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل په پاکستان کې د ملا اختر منصور مړينه تاييد کړه.

ښاغلي عزيز وويل چې د طالبانو مشر په جعلي نوم او جعلي سفري اسنادو په پاکستان کې دننه سفر کاوه او په خبره يې چې د هغه مړى يې لا تر دې دمه چاته نه دى سپارلى.

د بهرنيو چارو سلاکار همدا راز يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د افغان مسئلې يوازينى حل خبرې اترې او مذاکرات دي او په خبره يې چې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د ملا اختر منصور وژنه به د افغانستان د سولې روانې پروسې ته زيات ورسوي.

نوموړي همدا راز په تېر ٢٠١٤میلادي کال کې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو اترو يادونه هم وکړه او يې ويل چې هغه مهال هم دا پروسه يوې نتيجې تر رسېدو يوازې دوه ورځې مخکې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې د راپورونو په برسېره کولو له منځه يوړل شوي.

عزيز د افغانستان د شخړې يوازينى حل په دې هېواد کې تلپاتې سولې راوستلو لار مذکرات وبلل او ويې ويل چې که د دې مسئلې پوځي حل واى، نو په تېرو ١٥ کالو کې بۀ ترلاسه شوى واى.

ښاغلي عزیز زیاته کړه:

"تردې مخکې د ٢٠١٥میلادي کال په جولايي کې د سولې خبرې اترې دا په داسې وخت کې د ملا عمر د مړينې د راپورونو په راښکاره کولو له منځه يووړل شوې چې ټاکل شوې وه چې د تشدد د مخنيوي په اړه خبرې اترې وشي. تر يو کال نه په کم وخت کې د سولې خبرې د دويم ځل لپاره له منځه يوړل شوې.زموږ په اند د افغانستان د مسئلې پوځي حل نشته او په تېرو ١٥ کالو کې پوځي عمليات د سولې په راوستو کې پاتې راغلى دى. زما په اند دا لار به د افغانستان نور هم بې ثباته کړي چې پر سيمې به ناوړې اغېز وکړي"

نوموړي زياته کړه چې د روانې مياشت په ١٨مه نېټۀ په اسلام ابآد کې د څلور اړخيزې کمېټې په پېنځمه غونډه کې پاکستان، امريکا او چين په دې سلا شوي وو چې په افغانستان کې د سولې يوازينۍ لار خبرې اترې دي او بايد افغان طالبان د خبرو مېز ته راوستلو لپاره کوششونه جاري وساتل شي.

عزيز نيوکه وکړه چې: "د امريکا، پاکستان او چين دغې پرېکړې ته درناوى ونه شو."

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار تر هغې يو وروسته په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر مړينه تاييد کړه چې افغان طالبانو تېره ورځ رسماً د ملا اختر منصور مړينه تاييد کړه او همداشان يې د هغه حاېناستى هم وټاکه.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او د دې هېواد د کورنيو چارو وزير په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر وژننه نه وه تاييد کړې.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG