د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

د ملا هیبت الله اخوندزاده سره د ځینو طالب قومندانو د وفادارۍ لوړه


د ملا هیبت الله اخوندزاده سره د ځینو طالب قومندانو د وفادارۍ لوړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

په هغه ویډیو کې چې پرون پنجشنبې په پيښور کې د ازادي راډیو خبریال ته رسیدلې، د طالبانو یو شمېر قوماندانان لیدل کیږي چې ملا هیبت الله اخوندزاده ته د وفادارۍ لوړه کوي. خو په ویډیو کې د ملا هیبت الله اخوندزاده څيره نه لیدل کیږي. ملا هیبت الله اخوندزاده په بلوچستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حمله کې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته، د طالبانو مشر وټاکل شو. دا نه ده څرګنده چې دا ویډیو څه وخت او چېرته ثبت شوې ده. خپلواکو سرچینو تراوسه د دې ویډیو صحت نه دی تایید کړی. خو د ویډیو مواد د طالبانو د یوه ویاند له پرونۍ اعلامیې سره مطابقت لري چې له ملا هیبت الله اخوندزاده سره یې د خپلو یو شمېر قوماندانانو د وفادارۍ خبر اعلان کړی و. دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانود یوې بلې ډلې مشر ملا محمد رسول د طالبانو د مشرپه توګه د ملا هیبت الله اخوندزاده له غوره کېدو سره مخالفت اعلان کړ. ملا محمد رسول پرون پنجشنبې وویل چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش او القاعده ملاتړ په دې شرط کوي چې هغوي له افغانستانه لېرې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG