د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينې خېلو په سیمه کې د متحده عربي اماراتو یو خیریه بنسټ زرو بې وزله کسانو ته روژه ماتی ورکړی دی. د دې برنامې بې وزله کسانو په روژه کې د دوی پر لاسنیوي خوښي څرګنده کړې، خو ویلې يې دي چې په یو ځل مرستو د دوی اړتیاوې او اقتصادي ستونزې نه هواریږي.
شنونکي باور لري د اسلامي دولت خراسان څانګې د روسیې پلازمېنې مسکو ته نږدې د کنسرت پر صالون برید کړې دی. شنونکي وايي چې اسلامي دولت د روسیې په ځواکونو کې تشې موندلي نو ځکه یې هلته وسله وال برید کړی. په دغه وسله وال برید کې چې چاودېدونکي توکي هم وکارول شول، ۱۳۰ تنه ووژل شول.
د افغانستان، ایران او تاجکستان یو شمېر جلاوطنو نوی کال په فرانسه کې په ګډه ونمانځه. په دې مراسمو کې ګډونوالو خپل دودیزه خواړه سره شریک کړل او د خپلو فرهنګونو ننداره یې وړاندې کړه. نور په ویډیو کې:
د تورخم دروازې پاکستان غاړې ته ځايي ځوانانو د افغان کډوالو او مسافرو لپاره روژه ماتې چمتو کړې ده. د دې پروګرام لګښت اکثره وخت ځايي خلک ورکوي. نور په ویډیو کې:
مسکو ته نژدې مرګونې حمله؛ داعش ولې روسیه په نښه کړه؟
د روسیې پلازمېنې مسکو ته نژدې د کنسرت په یوه سالون کې لږترلږه ۴۰ تنه په ډزو وژل شوي دي. ایتارتاس خبري آژانس د روسیې د استخباراتو د ادارې "ایفایسبي" FSB په حواله خبر ورکړی چې په پېښه کې له ۱۰۰ زیات نور کسان ټپیان دي. د بریدکوونکو شمېر د درېیو او پنځو کسانو ترمنځ و. داعش د پېښې مسووليت منلی دی.
روسيې نن د مارچ ۲۲مه د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو درانه بريدونه وکړل. په دې بريدونو کې د اوکراین يو لوی د برښنا بند په نښه شو چې په ژاپوریژیا اټومي بټۍ برښنا پرې شوه. دغه راز د اوکراین په نورو سيمو کې د برښنا د پرې کېدو او د ودانيو د ويجاړېدو راپور ورکړل شوی دی.
اوومه ورځ - له سعید شینواري سره
روسیې نن د اوکراین پر مرکزي او د دې هېواد په نورو استوګنو سیمو په پراخه کچه بریدونه وکړل. د اوکراین په خمیلیتسکي سیمه کې چارواکو ویلي، په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان دي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته لسګونه زره کسان په تېره هغه مېرمنې چې فکر یې کاوه ژوند یې په خطر کې دی، له هېواده ووتلې. له دې ډلې یو شمېر فعالانې د یوه خیریه بنسټ په مرسته اسټرالیا ته کډه شوې. دوی هلته هم هغه ښځې چې په هېواد کې دننه د طالبانو له محدودیتونو سره مخامخ دي نه دي هیرې کړي.
په کندهار کې سرچینې وايي چې په نننۍ ځان وژونکې حمله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۹ او د ټپیانو ۱۸ ته رسېدلی دی. ځايي اوسېدونکي له طالبانو د امنیت ټینګښت غواړي. نور په ویډیو کې:
د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولادیمیر پوتین بیا بریا نیوکې او غبرګونونه راپارولي دي. اروپايي ټولنې ویلي، دا ټاکنې ازاده او عادلانه نه وې. نور په راپور کې:
نور راوښيه