د سیاسي فعالانو او مدني بنسټونو شبکه ادعا کوي چې د عامې روغتیا په وزارت کې پراخ فساد موجود دی او خیالي ریاستونه لري.
د دغې شبکې استازو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې چې د "څو چې اصلاح نه شي، افشا کوو مو" په نوم جوړه شوې وه، وویل، موندنې یې ښيي چې د عامې روغتیا وزارت په یوه شرکت بدل شوی دی.
د مدني ټولنو او سیاسي فعالانو شبکې له رسنیو سره داسې اسناد شریک کړل چې د عامې روغتیا په وزارت کې یې له پراخ اداري فساده پرده پورته کړه.
په عامې روغتیا وزارت کې د خیالي ریاستونو موجودیت هغه څه دي چې دې شبکې د خپلو موندنو په یوه برخه کې ورته اشاره کړې ده.
د شبکې یوه غړی مجتبی پیکان د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د روغتیایي معلوماتو ریاست د عامې روغتیا وزارت د خیالي ریاستونو یوه بېلګه ده.
اغلې پیکان زیاته کړه:
"هغه اسناد چې موږ ته رسیدلي ښيي چې په تېر یو نیم کال کې د ټولو کلیدي پوستونو ګمارنې د سلیقې او شخصي روابطو په اساس شوي دي، خیالي ریاستونه زموږ د موندنو یوه بله برخه ده، موږ له حکومته غواړو چې د فساد پر ضد جدي مبارزه وکړي که نه د خپلو افشا ګریو لړۍ ته به دوام ورکړو."
په عامې روغتیا وزارت کې اداري فساد، غېرقانوني کړنې، د ولسمشر فرمانونو ته نه پاملرنه او په سفرونو کې بهرنیو سلاکارانو ته زیاته ونډه ورکول د یادې شبکې د موندنو نورې برخې دي.
د عامې روغتیا په وزارت کې وروسته له هغې د اداري فساد په اړه راپورونه ورکړل شول چې د افغانستان ولسي جرګې د عامې روغتیا وزیر په دغه وزارت د سلګونه خالي پوسټونو له امله په حمل میاشت کې استجواب کړې.
له بلې خوا په دې وروستیو کې داسې اوازې هم تر غوږو کیدلې چې د عامې روغتیا وزیر له خپلو شخصي شرکتونو لکه"GIA"او "MRCA" سره قرار دادونه کړي چې د دغه ټولنې غړي دې ته هم اشاره کوي.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه ویاند نجیب الله صافي د مدني ټولنو او سیاسي فعالانو د شبکې تورونه په کلکه رد کړل.
ښاغلي صافي زیاته کړه:
"هیڅ کوم داسې سند نشته چې د واقیعتونو پر اساس دې جوړ شوې وي، د خیالي کلیمه استعمال له واقیعته لېرې ده، صرف یو موضوع ده هغه دا چې هغه پوستونه چې خالي وه موږ نه وکړای شول چې هغه ډک کړو."
د مدني ټولنو او سیاسي فعالانو شبکې د فساد د له منځه وړلو په برخه کې د ملي یووالي حکومت د لوړ پوړو چارواکو پر وعدو هم انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې په دولتي ادارو کې د فساد شتون اندیښمن کړي.
د دغې شبکې غړو خبردارې ورکړ که حکومت په ادارو کې د فساد مخنیوي ته هڅې جدي نه کړي دوی به د خپلو افشاګرېو لړۍ ته دوام ورکړي او نور اسناد به هم رسنیو ته ورکړي.
راپور: سباوون کاکړ