د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

سروې:۳۱سلنه افغانې نجونې د وینې له کمښت سره مخ دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوي موندنې ښيي چې په هېواد کې ۳۱٪ ځوانې نجونې د وینې د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

د دې وزارت چارواکي وايي چې"په وجود کې د وینې د تامین" کمپاین په دوام هڅه کوي چې په څو راتلونکو میاشتو کې ۳،۲ میلیونه ځوانې نجونې له دې ستونزې خلاصي کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت موندنې ښيي چې ۳۱ فیصده افغان نجونې د وینې کمښت له ستونزې سره مخ دي خو دغه وزارت د ستونزې د حل په خاطر اوونیز کمپاینونه پیل کړي دي.

د دغه وزارت تغذي ډیپارتمنت وايي چې د فولیک اسیډ یا په بدن کې د وینې د تامین درملو په ورکړې سره هڅه کیږي چې په هېواد کې دا ستونزه له منځه ولاړه شي.

د عامې روغتیا وزارت د تغذي ډیپارټمنټ مسول همایون لودین د دې کمپاین په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د تغذي په ملي سروې کې مو ومونده چې ۳۱فیصده نجونې د وینې کمی لري چې دا یوه جدي موضوع ده، اوس مهال مو په ۱۴ ولایتونو کې کمپاین پیل کړی او په پام کې لرو چې سږ کال دا کمپاین سراسري کړو."

د نجونو لپاره د وینې ګولیو په نوم اوونیز کمپاین د لومړي ځل لپاره تېره میاشت د یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق په مرسته په پروان ولایت کې د نجونو له ښوونځیو پیل شو.

په وروستیو ورځو کې بیا د همدې ولایت د روغتیایې برخې چارواکو له خولې د دې کمپاین د پر مخ وړلو په وړاندې د اندیښنو راپورونه خپاره شول.

خو د پروان ولایت چارواکي بیا اوس دا اندیښنې بې ځایه بولي.

د پروان ولایت د عامې روغتیا رییس محمد قسیم سعیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دیني عالمانو وغوښتل چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د دې کمپاین د بریالیتوب لپاره مرسته وکړي.

ښاغلي سعیدي زیاته کړه:

"یو نوی پیل شوی کار په خپل چاپیریال کې ستونزې لري تر څو خلک قناعت وکړي، موږ د دې کمپاین په عملي کیدو کې له ستونزو سره نه یو مخ شوي موږ دولتي چارواکو په دې کمپاین کې برخه اخیستي او په اوونی کې هر شاګرد ته یوه ګولۍ ورکوو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې فولیک اسیډ داسې درمل دي چې په وجود کې وینه تامینوي.

دوی وايي چې حامله ښځې او پیغلې نجونې چې د وینې د کمښت له ستونزې څخه کړیږي باید هره ورځ یو ملي ګرام فولیک اسیډ په بدن کې ذخیره کړي.

تر اوسه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ویني کمښت د پوره کیدو لپاره د درملو د ویش کمپاین عملي شوی او د عامې روغتیا وزارت وايي په نظر کې لري چې په څو راتلونکو میاشتو کې دا کمپاین سراسري کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG