د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

وسله والو په پېښور کې ٣ ملېشه سرتېري ووژل


نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د ايف.سي يا ملېشه ځواکونو پر يوه موټر بريد کړى او د دغو ځواکونو د يوه جګپوړي افسر په ګډون يې ٣ ملېشه سرتېري وژلي دي.

د پېښور د امنيتي چارواکيو په وينا، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار د پېښور رېنګ روډ ته څېرمه په پتنګ چوک نومي ځاى کې رامنځته شوې ده.

د چارواکيو په خبره، نامعلومو موټر ساېکل سپرو وسله والو د ملېشه ځواکونو پر موټر هغه وخت بريد وکړ چې کله د دغو ځواکونو يو افسر امير بادشاه له خپل کوره د ملېشه ځواکونو قومندانۍ (ايف.سي هيډکوارټر) ته پر لاره و.

په وژل شوېو کې د ايف.سي ځواکونو يو افسر (ډسټرکټ افسر) امير بادشاه، د هغه ډراېور او يو ساتونکى شامل دي.

د چارواکو په خبره، که څه هم په پتنګ چوک کې د ملېشه ځواکونو پر موټر تر بريد وروسته بريدګر د پېښې له ځايه تښېدلي، خو زياتوي چې پوليس او نور امنيتي سرتېري د پېښې ځاى ته رسېدلي، سيمه يې محاصره کړې او په شاوخوا سيمو کې يې تلاشي عمليات هم پيل کړي دي.

د چارواکو په خبره، که څه هم په پتنګ چوک کې د ملېشه ځواکونو پر موټر تر بريد وروسته بريدګر د پېښې له ځايه تښېدلي
د چارواکو په خبره، که څه هم په پتنګ چوک کې د ملېشه ځواکونو پر موټر تر بريد وروسته بريدګر د پېښې له ځايه تښېدلي

د پېښور د پوليسو مشر سي. سي. پي. او مبارک زېب د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې پر ملېشه ځواکونو بريد وغانده او ټينګار يې وکړ چې دا ډول بريدونه به د امنيتي ځواکونو مورال کمزورى نه کړي:

"درېو موټر سايکل سپرو وسله والو د ٩ ايم ايم وسلې په ذريعه پر دوى [ملېشه ځواکونو] ډزې کړي او بيا له همدې لارې تښتېدلي دي، خو موږ سيمه محاصره کړې او زموږ ټيمونه د هغوى [بريدګرو] په لټون کې دي. زموږ حوصلې لوړې دي، پوليس او نور امنيتي ادارې به د دوى [ترهګرو] پر ضد جګړه ساتي."

په دې وروستيو کې د پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پر پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو بريدونه او د هغوى د هدفي وژنو پېښې يو ځل بيا ډېرې شوي، چې تر دې دمه پکې يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې د روانې مياشت په ١٨مه نېټۀ هم د پېښور په متهرا نومي سيمه کې د پوليسو پر موټر دوه غبرګې بمي چاودنې شوې وې، چې په نتيجه کې يې ١ پوليس مړ او ١٣ پوليسو او ٦ ملکي کسانو په ګډون پکې ١٩ کسان ټپيان شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه لا په پېښور کې پر ملېشه ځواکونو د بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG