د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

جګړا: په قبايلي سيمو کې د عملياتو په پایله کې امن ټينګ شوى


د خېبرپښتونخوا صوبې والي اقبال ظفر جهګړا وايي، په قبایلي سیمو کې د پوځ عملیات بریالي و چې په نتيجه کې يې په دغو سيمو کې مېشتو ترهګرو ته په لويه پېمانه تاوانونه رسېدلي او په ګڼو سيمو کې امن ځاى پرځاى شوى دى.

ښاغلي جګړا دا څرګندونې د شنبې په ورځ د خېبرايجنسۍ په لېرې پرتې سيمې تيرا ميدان کې د لوبو د يوې اووه ورځنۍ مېلې د پاى دستورې ته وينا پر مهال کړي.

دا لومړى ځل دى چې د خېبرايجسنۍ په دغه سيمه کې د لوبو مېله وشوه چې د بېلابېلو لوبو څه دپاسه ٥٠ لوبغاړو په کې برخه اخيستې وه او سلګونو نندارچيان ورته ورغلي وو.

د خېبرپښتونخوا والي د دې مېلې د پاى دستورې ته په وينا کې وويل چې د امنیتي ځواکونو د کامیابو عملیاتو له برکته اوس په قبایلي سیمو کې امنیت پرځاى شوی او د خلکو ژوند عادي حالت ته په راګرځېدو دی.

د امنیتي ځواکونو د کامیابو عملیاتو له برکته اوس په قبایلي سیمو کې امنیت پرځاى شوی
د امنیتي ځواکونو د کامیابو عملیاتو له برکته اوس په قبایلي سیمو کې امنیت پرځاى شوی

نوموړي همدا راز وويل چې د پوځي عملياتو له امله له سيمې څخه د بې ځايه شوېو خلکو د بېرته راستنېدو لړۍ روانه ده چې ډېر ژر دا به لړۍ مکمله شي.

ښاغلى ظفر جګړا زياته کړه چې د بېرته ستنېدونکيو لپاره د صحت او تعليم د اسانتياوو برابرول د حکومت لومړنۍ ترجيح ده:

"ټولو ته د زړه د کومې نه مبارکي وایم چې ان شاء الله په دې علاقې باندې مو امن قايم کړو، خو غلي به نه کېنئ ګورئ. زه نن تاسو ته راغلى يم، د دې ځاى امن بۀ قايم ساتئ که نه ساتئ؟ د نومبر اخر ته به ټول بې کوره شوي خلک خپلو کورونو ته واپس شي، مبارک دې وي. دې سره سره د هغوى لپاره د تعليم او د صحت شعبو بهتري هم زما اولين ترجيح ده."

امنيتي ځواکونو له ٢٠١٤میلادي کال راهيسې د افغانستان پولي ته څېرمه په بېلابېلو قبایلي سیمو کې پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

چارواکي وايي چې په دغه عملياتو کې زرګونه کورني او بهرني وسله وال په کې وژل شوي او د هغوى لسګونه مرکزونه پکې له منځه وړل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا والي تيرا ميدان ته د دورې پر مهال په دغه سيمه کې د يوه روغتون او ښوونځي په ګډون د ځينو دولتي ودانيو د جوړولو د بنياد ډبره هم کېښوده.

د يادونې وړ ده چې د خېبرايجنسۍ په تيراه ميدان کې په ٢٠١٣ م کال کې د تحريک طالبان پاکستان او حکومت پلوه انصار الاسلام ډلې وسله وال مېشت وو، چې د دواړو ترمنځ خونړۍ نښتې هم شوې وې، خو په دې وروستيو کې پکې امنيتي ځواکونه عمليات وکړل او دغه سيمه يې له ترهګرو پاکه کړه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG