د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

پرويز رشيد:ترهګر يوازې د پاکستان نه، بلکې د انسانيت دښمنان دي


د پاکستان د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد ترهګر نه يواځې د پاکستان، بلکې د نړۍ او انسانيت دښمنان بللي او ټينګار کوي چې د وروستي ترهګر تر ځپلو پورې به پوځي عمليات جاري وي.

نوموړي د دوشنبې په شپه ناوخته په لاهور کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په ضرب عضب پوځي عملياتو کې يې ترهګر ځپلي او په خبره يې چې د سيمې د امن لپاره به دا عمليات دوام ولري.

ښاغلى رشيد دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د ٢٠١٤میلادي کال له جون راهيسې افغان پولي ته نږدې په شمالي وزيرستان او ځينو نورو قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

پوځ وايي چې په دې عملياتو کې تر دې دمه زرګونه کورني او بهرني وسله وال وژلي، سلګونه مرکزونه او پټن ځايونه يې ورته وران کړي او نېټ ورک يې ورته له منځه وړى دى.

د اطلاعاتو وزير د ترهګرو د ځپلو او د ضرب عضب د کاميابۍ په اړه دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې ترهګرو د جنورۍ په ٢٠مه د خېبر پښتونخوا په چارسدې کې پر باچاخان پوهنتون خونړى وسله وال بريد وکړ او د زده کوونکو په ګډون يې په کې ٢١ تنه ووژل.

خو ښاغلی رشيد ټينګار کوي چې پاکستان د ترهګرو پر ضد جګړې ته ژمن دى او زياتوي چې په دې لړ کې د دې هېواد ټول سياسي ګوندونه يوه خوله دي.

نوموړي همدا شان په دې وروستيو کې د ترهګرۍ پر نوې څپې سربېره ادعا وکړه چې استخباراتي ادارو د ډېرو ترهګريزو پېښو مخه نيولې چې که خداى مه کړه رامنځته شوې واى، نو ډېر تاوان به يې اړولى و.

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"د ملک د سلامتۍ هغه ادارې چې معلومات راغونډوي، د هغوى د کاميابيو له امله د ترهګرۍ په پښو کې ډېر کموالى راغلى او ډېرې پېښې تر رامنځته کېدا مخکې شنډې کړى شوي دي. که زموږ استخباراتي نېټ ورک مؤثر نه واى، نو ښايي موږ د ترهګرۍ له امله تر دې ډېر زيان ليدلى واى."

ښاغلي رشيد په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستيو کې هغو ترهګريزو بريدونو ته په اشاره چې ملکي کسان په کې نښه شوي، وايي:

ترهګر د عملياتو له امله کمزوري شوي او اوس پر اسانه هدفونه بريدونه کوي چې همدا يې وارخطايي و کمزوري ښيي.

د ښاغلي رشيد تر څرګندونو يو ورځ مخکې وزير اعظم نواز شريف هم د يوې جګپوړي سياسي غونډې په پاى کې د ترهګرۍ د ځپلو په لړ کې خپله ژمنه تکرار کړې وه او ويلي يې وو چې د وروستي وسله والو تر ځپلو به د ترهګرۍ خلاف جنګ جاري وي.

دولتي چارواکي د ترهګرو د ځپلو په لړ کې د خپل حکومت د ژمنتيا خبره په داسې وخت کې کوي چې د روان کال لومړۍ يا جنوري مياشت د خېبر پښتونخوا لپاره خونړي مياشت وه.

د يادونې وړ ده چې ترهګرو په دې مياشت کې پر باچا خان پوهنتون په بريد سربېره، پېښور ته نزدې په کارخانو کې د خاصه دار ځواکونو پر يوه چيک پوسټ ځانمرګى بريد هم کړى و چې د يوه ماشوم او خبريال په ګډون پکې ١٢ تنه وژل شوي وو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG