د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

یو پاکستانی پوليس د افغانې مېرمنې په خاطر له دندې ګوښه شو

د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر انسپکټر جنرل IGP ناصر خان دراني د يوې افغانې مېرمنې د جنسي ځورونې په تور د پوليسو يو ځايي مشر له دندې ګوښه کړى دى.

د انسکپټر جنرل ناصر خان دراني له دفتره د سې شنبې په ورځ په يوه خپور شوي بيان کې راغلي دي:

"د خېبر پښتونخوا د کوهاټ په کهمګول کيمپ کې اوسېدونکي يوه افغان کډوال ناصر خان دراني ته شکايت کړى و چې د جنګل خېل د پوليس د تهاڼې مشر غلام مرتضى د هغه خور په غېر قانوني بند کې ساتلې او هغه يې په جنسي توګه ځورولې وه."

بيان کاږي چې ښاغلي دراني د افغان کډوال د شکايت د تحقيقاتو لپاره يوه تحقيقاتي کمېټه وټاکله چې د موضوع تر څېړلو وروسته يې وموندله چې د جنګل خېل د پوليسو د تهاڼې مشر يوه افغانه مېرمن و يو ماشوم په غېر قانوني بند کې ساتلې وو او بيا وروسته يې مېرمن يوې هديرې ته وړې او په جنسي تېري ګواښلې وه.

ناصر خان دراني تر تحقيقاتو وروسته د کمېټې د رپورټ په رڼا کې د جنګل خېل د پوليسو مشر غلام مرتضى مجرم وباله او هغه يې له دندې ګوښه کړ.

په خېبر پښتونخوا کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د حکومت تر جوړېدو وروسته صوبايي حکومت هڅه کړې چې د پوليسو په اداره کې د سياستدانو لاس وهنه کمه او دا اداره له سياسته لېرې وساتي.

عمران خان په دې اړه په جلسې جلسونو، عوامي غونډو او احتجاجي ناستو کې بيا بيا ويلي چې په خېبر پښتونخوا کې يې د پوليسو اداره له سياسي لاسوهنو ازاده کړې او څوک نه شي کولاى چې په ياد ډيپارټمنټ کې د ګونديزو اړيکيو پر بنياد مقررۍ وکړي.

همدا لامل دى چې د چارواکيو په وينا په تېرو درېو کلونو کې د يادې صوبې د پوليسو په ډيپارټمنټ کې د مفسدو او هغو پوليسو پر ضد اقدامات شوي چې خلک يې ځورول او يا يې هم هغوى په غېر قانوني بند کې ساتل.

د يادونې وړ ده چې ناصرخان درانى د ٢٠١٣میلادي کال په سېپټمبر کې د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ټاکل شوى و چې تر دې دمه لا پر خپلې دندې فاېذ دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG