د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

د برېښنا د کموالي له امله ۸۰ میلیارډه ډالره پانګه بهر ته وتلې


د افغانستان د اقتصاد وزیر وايي، د برېښنا د کمښت له امله ډېر افغان پانګوال په هېواد کې پانګو اچونو ته زړه نه ښه کوي.

د یاد وزارت چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې افغان پانګوالو د برېښنا د کموالي له امله په بېلا بېلو هېوادونو کې شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

عبدالستار مراد برېښنا د هېواد د اقتصادي ودې او د تولیداتو د زیاتوالي لپاره، تر نورو اسانتیاو، مهمه وبلله.

ښاغلي مراد دا خبره د سې شنبې په ورځ په کابل کې، د هېواد د ۳۴ ولایتونو د برېښنا د رئیسانو په مشورتي ناسته کې وکړه.

مراد برېښنا د هېواد د اقتصادي ودې او د تولیداتو د زیاتوالي لپاره مهمه وبلله
مراد برېښنا د هېواد د اقتصادي ودې او د تولیداتو د زیاتوالي لپاره مهمه وبلله

​هغه زیاته کړه:

"نن زموږ د خصوصي سکټور څه باندې ۸۰ میلیارده ډالره د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د پانګو په توګه اچول شوي دي، دا پانګې هېواد ته نه لېږدېږي او دلیل یې دا دی چې موږ کافي برېښنا نه لرو چې خپلې صنایع پرې فعالې کړو."

د برېښنا د ولایتي رئيسانو په دوه ورځنۍ ناسته کې به په یادو ولایتونو کې د برېښنا پر کموالي، تخنیکي امکانانو، امنیت او داسې نورو موضوعګانو بحثونه وشي.

د افغانستان د برېښنا ریاست چارواکو وویل، د ناستې د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندېزونو له څیړنو وروسته به، د هر ډول ستونزو حل ته تدابیر ونیول شي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان هرکال څه باندې زرمیګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوسمهال شاوخوا پنځه سوه میګاواټه له شمالي ګاوڼدیو هېوادونو څخه واردیږي او یوه لږه اندازه یې په هېواد کې دننه تولیدېږي.

په جوړې ناسته کې د برېښنا اکثرو ولایتي مسؤلینو د دوی په سیمو کې د برېښنا له نشتوالي شکایتونه لرل.

د کندهار ولایت د برېښنا مسؤل سیدرسول ازادي راډیو ته وویل:

د برېښنا اکثرو ولایتي مسؤلینو د برېښنا له نشتوالي شکایتونه لرل
د برېښنا اکثرو ولایتي مسؤلینو د برېښنا له نشتوالي شکایتونه لرل

"د برېښنا ستونزې شته خو په کندهار کې ډېرې دي، موږ هلته له ‌ډېزلې او د اوبو له برېښنا څخه کار اخلو، ‌ډېزلي برېښنا ګرانه تمامېږي او له کجکي څخه دوه دیرش میګاواټه برېښنا ته را رسېږي خو د دې برېښنا مزي کله کله د ناامنیو له امله پرې کېږي او د کندهار اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کوي."

د کندهار ولایت ځینو مسؤلینو داهم وویل، په وروستیو کلونو کې د کندهار یو شمېر فابریکه لرونکي، د برېښنا د کموالي له امله اړشوي چې خپلې فابریکې هرات ولایت ته ولېږدوي.

د کابل پوهنتون دا قتصاد د پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وایي، اقتصاد او تولید هغه وخت پراختیا مومي چې زېربنا یې سمبالې وي او تولیدوونکو ته د برېښنا اسانتیاوې برابرې شي.

هغه زیاته کړه:

"انژري د تولید په مختلفو برخو کې یوه محرکه قوه ده، که تولیدات وي او که د کانونو استخراج، که صنعت کارانو ته کافي انرژي برابره شي، تولیدات به یې زیات اوحتی د صادرولو وړ به شي."

افغانستان اوسمهال له شمالي ګاونډیو هېوادونو او ایران څخه برېښنا واردوي.

خلک وايي، د هېواد ډېرو سیمو ته لا برېښنا نه ده رسېدلی چې له امله یې نه یوازې خلک له ستونزو سره مخ دي بلکې، د ډېرو تولیدي فابریکو فعالیتونه يې په ټپه درولي دي.

د برېښنا شرکت او د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د برېښنا د تولید لپاره یې لنډ مهاله، منځني او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړي او حکومت هڅې کوي چې عملي کولو ته یې مالي امکانات برابرکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG