د چارو یو شمېر کار پوهان وایي، سترو ملي پروژو ته سیاسي بڼه ورکول به افغانستان د سیمې په کچه له سترو اقتصادي فرصتونو بې برخې کړي.
یو له دغو اقتصادي پروژو څخه چې په وروستیو کې یې د افغانستان په کچه بحثونه را پارولي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لیږد پروژه ده.
پر دغه مزې د شنبې په ورځ د افغانستان په ولسي جرګې کې هم ضد او نقیضې څرګندونې و شوې.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وایي، د ملي وحدت حکومت باید هڅه وکړي چې د افغانستان له لارې د تېرېدونکو اقتصاي پروژو لپاره په ملي او سیمه ییزه کچه سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي.
ښاغلي جیلاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که په افغانستان کې دننه د دغه ډول پروژو پر وړاندې سیاسي خنډونه جوړېږي، نو نړیوال به په دغه هېواد کې له پانګونې لاس واخلي.
هغه زیاته کړه:
"که چېرې موږ د توتاپ په پروژې کې دومره ستونزې و لرو او و نه شو کړای دا وښیو چې موږه د بین الدول پروژو د عملي کېدو ظرفیت لرو، نړیوالې مرستې جلبولای شو، په هغه صورت کې ګاونډيان نه د ریل پټلۍ په پروژه کې او نه هم د کاسا زر او ټاپي په څیر پروژو کې زموږ سره مرسته کوي."
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د فیشنر په نوم کمپنۍ لومړی د مرکزي ولایتونو لاره د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټه مزې د تېرېدو لپاره ټاکلې وه چې وروسته بیا په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دغې پروژې د تمویلونکو په غوښتنه د سالنګ لاره غوره وګڼل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزیرعلي احمد عثماني تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې د ملي وحدت حکومت کابینې هم د سالنګ له لارې ددغې مزې پر تېرېدو هوکړه کړې او په وینا یې د اوس لپاره د دغې لارې د بدلولو امکان نشته.
خو د جمهوري ریاست او اجراییه ریاست دویمو مرستیالانو سرور دانش او محمد محقق پر دې پرېکړې اعتراض څرګند کړی او د دغې پروژې پرلاري یې د بیا کتنې سپارښتنه کړې ده.
اخوا د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د استازیو غلام حسین ناصري او عبدالرحیم ایوبي له خوا د دغې جرګې په عمومي غونډه کې د برېښنا د دغې پروژې په تړاو ضد او نقیض بحثونه و شول.
خو د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي بیا دا اختلافات د خلکو په زیان و بلل:
"د توتاپ پروژې په اړه موږ مخکینۍ غونډه کې هم بحثونه وکړل او ځانګړي کمېسیون ته مو دنده و سپارله چې د دې ستونزې په اړه له حکومت سره بحث وکړي او راپور یې موږ ته راوړي، په دې اړه هره ورځ بحث زموږ سره مرسته نشي کولای دا د خلکو او افغانستان او بلاخره د دغې شورا د غړیو په ګټه نه بولم."
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي بیا له ازادي راډيو سره خبرو کې ویل چې دوی په پام کې لري مرکزي ولایتونو ته هم د دغه برېښنا یوه برخه ورسوي:
"موږه د دې لپاره چې متوازن انکشاف رامنځ ته شي، د افغانستان حکومت و پتیله چې په عین زمان کې به د دې پروژې یو مسیر به یې د کابل په مخه او بل مسیر به یې د بامیان په مخه ځي چې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا به یې مرکزي ولایتونو ته ځي او پاته نوره به یې کابل ته راځي، دا یې تخنیکي بحث دی، دا چې سیاسي او قومي اړول کېږي، په دې کې برېښنا شرکت هیڅ ډول نظر نه لري."
ښاغلي توحیدي زیاتوي چې دا پروژه د توتاپ نه بلکې یوه بله پروژه ده چې له لارې یې د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وایي، که په افغانستان کې د دغه ډول بین الدول پروژو پر وړاندې سیاسي خنډونه دوام وکړي نو دا کولای شي د افغانستان ستراتیژيک او ترانزیټي موقعیت ته هم زیان واړوي.
راپور: محمد قسیم سوله مل