د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

"وسله والو په بغلان کې د برېښنا یوه بله پایه هم ویجاړه کړې"


د بغلان د برېښنا ریاست چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو د مرکزي بغلان په باشي الله داد کلي کې د برېښنا یو بله پایه ویجاړه کړې ده.

د بغلان ولایت د برېښنا رییس وايي، وسله والو مخالفینو د یکشنبې په شپه د ماین د چاودنې په واسطه د تاجکستان د واریداتي برېښنا دغه پایه ویجاړه کړې ده.

د بغلان په ډنډي شهاب الدین سیمه کې د ویجاړو شویو پایو له کبله شاوخوا درې اوونۍ کابل بې برقه دی.

د بغلان د برېښنا ریاست چارواکي وايي، وسله والو تېره شپه د تاجکستان د واریداتي برېښنا بله پایه هم ونړوله.

په بغلان کې د وسله والو له خوا ویجاړه شوې پایه د مرکزي بغلان د باشي الله داد په کلي کې موقعت لري چې له تاجکستان څخه یې۱۵۰ میګاواټه برېښنا افغانستان ته لېږدوله.

د بغلان د برېښنا رییس غلام حسین حیدر وايي، چې تر اوسه د یادې پایې د رغولو چارې نه دي پیل شوي ځکه لوموړیتوب په ډنډي شهاب الدین کې هغو پایو ته ورکړل شوی چې وړاندې ویجاړې شوې دي.

ښاغلي حیدر زیاته کړه:

"پایه تېره شپه د مرکزي بغلان د باشي الله داد په کلي کې د قندهاریو په شمال کې ویجاړه شوي ده، دغه پایه د ماین په واسطه ویجاړه شوې چې له تاجکستانه د لیږدېدونکې برېښنا پورې مربوط کېږي، له مقاماتو سره مو خبرې وکړې خو اوس موږ لومړیتوب ډنډ شهاب الدین ته ورکړی او هلته د پایو له رغېدو وروسته بیا دغه پایه ورغوو."

په ډنډي شهاب الدین کې د برېښنا د لومړۍ پايې له ویجاړېدو شاوخوا یوه میاشت تېریږي خو تر اوسه دغه پایه نه ده رغول شوې او وسله والو په همدغه سیمه کې دوه نورې پایې هم ویجاړې کړې دي.

ددغو پایو ویجاړېدو چې کابل ښاریان یې بې برېښنا کړل د کابل د خلکو او مدني فعالانو کلک غبرګون هم له ځان سره درلود چې وروسته بیا داسې پرېکړه وشوه چې یوه اندازه حرارتي برېښنا د کابل ځینو سیمو ته ورکړل شي.

په داسې حال کې چې د بغلان په ډنډي شهاب الدین کې د ویجاړو شویو پایو د رغېدو په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ خلکو ته نوې هیلې پیدا کړي د بغلان د برېښنا ریاست چارواکي وايي، د تازه ویجاړې شوې پایې له کبله کابل ۴۰ سلنه بې برقه شوی دی.

په ورته وخت کې د بغلان والي وايي، افغان ځواکونه په ډنډي شهاب الدین سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي او ډېر ژر به دلته د ازبکستان د واریداتي برېښنا لین له کابل سره وصل شي.

د بغلان والي عبدالستار بارز په دې اړه د یکشبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

" د برېښنا ریاست کارکونکي هم له کابل او هم له بغلان څخه په سیمه کې کار کوي او ډېر ژر به دلته تخنیکي ستونزه حل شي،موږ کاملاً پر دې باور لرو چې وسله وال ځواکونه ددغه عملیاتو د پرمخ بېولو وړتیا لري او په هغو سیمو کې چې په کې دښمنان موجود دي په کامیابه توګه پاکولی شي، د ډنډي غوري په برخه کې ځواکونه هلته ګام پر ګام مخکي ځي ماینونه خنثا کوي او ساحه له ماین او دښمن څخه پاکوي او پرمخ ځي."

له دې وړاندې د بغلان امنیتي چارواکو ویلي وو چې دغه پایې د دولت مخالفو وسله والو ویجاړې کړي دي او ډنډي شهاب الدین ته یې غځېدلې لارې پر ماینونو پوښلې دي نوځکه یې عملیات ټکني پرمخ ځي خو طالبانو بیا دا رد کړې چې دغه پایې دې دوي ویجاړې کړې وي.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG