د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

امریکا: ملا منصور امریکايي پرسونل ته حتمي ګواښونه پېښ کړي وو


د امریکا د دفاع وزارت ویلي، ملا منصور په افغانستان کې د امریکا او د امریکا د متحدینو پرسونل ته "ځانګړي او حتمي ګواښونه" پېښ کړي و او پر نوموړي یې دفاعي برید کړی دی.

بل خوا پاکستان پرون "دوشنبې"په اسلام اباد کې د امریکا سفیر احضار او هغه ته یې په بلوچستان کې د امریکا د هغه برید په اړه اعتراض وړاندې کړ چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په کې ووژل شو.

د امریکا د دفاع وزارت پرون وویل، د افغان طالبانو مشر ملا منصور یې ځکه په نښه کړ چې نوموړې په افغانستان کې امریکايي او د امریکا متحدو ځواکونو ته "ځانګړي او حتمي ګواښونه" پېښ کړي وو.

د پینټاګون ویاند جییف ډیویس خبریالانو ته ویلي، دا په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی بلکې د امریکا د هغه دفاعي اصولو له مخې ترسره شوی چې امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکوي څو د هغو خلکو خلاف چې هر چيرې وي بریدونه وکړي چا چې په مستقیمه توګه امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ پېښ کړی وي.

د پنټاګون ویاند وویل، دا یو دفاعي برید ګڼل کیږي او په پاکستان کې د دا ډول برید ترسره کول په لوړه سطحه تایید غواړي.
د پنټاګون ویاند وویل، دا یو دفاعي برید ګڼل کیږي او په پاکستان کې د دا ډول برید ترسره کول په لوړه سطحه تایید غواړي.

د پنټاګون ویاند وویل، دا یو دفاعي برید ګڼل کیږي او په پاکستان کې د دا ډول برید ترسره کول په لوړه سطحه تایید غواړي.

جییف ډیويس دا هم وویل چې د امریکا پوځ د هرهغه چا خلاف چې امریکا او د متحدینو پرسونل ته یې مستقیم ګواښ پېښ کړی وي دفاعي بریدونه ترسره کولای شي.

جییف ډیویس په دې اړه چې تر برید مخکې پاکستان خبر کړی شوی و کنه په مشخصه توګه څه ونه ویل، خو ویې ویل چې دواړه خواوې پرلپسې تفاهم لري او تر دې مخکې یې د منصور په اړه هم بحثونه کړي.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیویډ هېل احضار کړ او نوموړي ته یې د پاکستان په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکې د هغه برید په اړه اعتراض وړاندې کړ چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په کې ووژل شو.

هېل په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم له ځانګړي سلاکار سید طارق فاطمي سره وکتل چا چې نوموړې ته د پاکستان په قلمرو کې د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه اندېښنه وړاندې کړه.

د بې پیلوټه الوتکې دا برید د شنبې په ورځ په بلوچستان ایالت کې شوی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، فاطمي دا د پاکستان پر ملي حاکمیت تېری او د ملګروملتونو د هغه منشوره سرغړاوی بللی چې د دې سازمان د غړېو هېوادونو مځکنۍ بشپړتیا تضمینوي.

د پاکستان د دې لوړ پوړي ډیپلوماټ له خولې دا هم ویلي شوې چې دا سې اقدامات د افغانستان د سولې لپاره د څلوراړخېزې همکارۍ د ډلې هڅې اغیزمنولی شي. په دې ډله کې چین، امریکا، افغانستان او پاکستان شامل دي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار سید طارق فاطمي د امریکا سفیر ته دا هم ویلي چې پاکستان او د امریکا متحدو ایالتونه د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې مبارزه کې یو بل سره همکاري کوي او دا همکاري باید وساتل شي.

تراوسه پورې پاکستاني چارواکو په رسمي توګه په دې برید کې د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل کېدل نه دي تایید کړي خو د امریکا د ولسمشربارک اوباما په شمول امریکايي او افغان چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د شنبې په ورځ د بې پیلوټه اوتکې په برید کې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG