د تاجکستان خلکو پرون په هغه ټولپوښتنه کې برخه واخېسته چې د هېواد د اصلاحاتو په اړه د رایې اخېستو لپاره ترسره شوه.
په تاجکستان کې د ټولپوښتنې لپاره د رایو ورکول پرون سهار پیل شول او د شپې په اتو بجو په ټاکلي وخت پای ته ورسېدل. د دې ټولپوښتنې مقدماتي نتایج نن اعلانیږي.
د پرونۍ ټولپوښتنې هدف د څارونکو په نظر د ولسمشر امام علي رحمان د ځواک پیاوړي کول او په راتلونکي کې په واک کې د ده د کورنۍ د غړو پاتې کیدل دي.
د تاجکستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون د اداري مشر عبدالمنان دودوزاده تاس خبري اژانس ته وویل چې د رايي ورکولو د بهیر له پای ته رسېدو دوه ساعته مخکې په ټولپوښتنه کې د خلکو د ګډون کچه په سلو کې اته اتیا وه.
دودوزاده وویل چې څه کم څلور میلیونه خلکو په دې ټولپوښتنه کې خپلې رایې وکارولې.
تمه ده چې د دې ټولپوښتنې نتایج به د تاجکستان د ولسمشر په توګه د امام علي رحمان واکمني نوره هم پیاوړې کړي.
په دې ټولپوښتنه کې د اساسي قانون د اصلاحاتو د یوڅلویښت مواردو وړاندیز شوی و او خلکو دوی ته په ورکړل شوېو پاڼو کې ټولو مواردو ته یا د هو، یا نه ځواب ولیکه ځکه اجازه یې نه لرله چې هرې طرحې ته جلا جلا ځوابونه ووايي.
یوه رایي ورکوونکي جهانګیرصابروف دا ټولپوښتنه د هېواد د برخلیک لپاره مهمه وبلله:
"نننۍ ټولپوښتنه د تاجکستان د خلکو لپاره یوه مهمه سیاسي مسئله شمېرل کیږي. په اساسي قانون کې بدلونونه د وخت غوښتنه ده او د دولت د پرمختګ او د قانون د حاکمیت د تینګښت باعث به شي. زه باور لرم چې د تاجکستان خلک به د مسوولیت په احساس سره په دې ټولپوښتنه کې برخه واخلي او خپله ونډه به ترسره کړي."
په اساسي قانون کې د تعدیلاتو مهمې برخې هغه طرحې دي چې د ولسمشر په توګه د امام علي رحمان د کار پر دوره محدودیت له منځه وړي، د راتلونکي ولسمشرۍ د عمر معیار له ۳۵ څخه ۳۰ ته راکموي او د مذهب پر بنسټ د ګوندونو پر جوړېدو بندیز لګوي.
د ولسمشرۍ پر دورې محدودیت یوازې د ولس د پلار لپاره لیرې کیږي.
دا هغه لقب دی چې پارلمان تېر کال رحمان ته ورکړ. امام علي رحمان همداراز غواړي چې په واک کې د خپل ۲۹ کلن زوی رستم امام علي پاتې کیدل یقیني کړي.
په اساسي قانون کې د تعدیلاتو دا طرح همدا راز ولسمشر او د هغه کورنۍ ته د عدلي او قضايي تعقیب په وړاندې د تل لپاره مصوونیت ورکوي.
په تاجکستان کې وروستۍ ټولپوښتنه په ۲۰۰۳ کال کې شوې وه چې د ولسمشرۍ دوره یې له یوې څخه دوو ته زیاته کړه.