د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۳

تاجکستان کې د امام علي رحمان د صلاحيتونو په اړه ټولپوښتنه


په تاجکستان کې نن يکشنبه په اساسي قانون کې د يو لړ تعديلاتو لپاره ټولپوښتنه کېږي.

تمه کېږي دغه اصلاحات يا تعديلات به د ولسمشر امام علي رحمان صلاحيتونه نور هم زيات کړي.

دغه ټولپوښتنه يا ريفرنډم په اساسي قانون کې د ٤١ پېشنهادي اصلاحاتو لپاره کېږي.

په تاجکستان کې نن يکشنبه د ټولپوښتنې برخوال په اساسي قانون کې٤١ پېشنهادي تعديلاتو ته يا د رد يا هم تاييد رايه ورکوي. دوى نه شي کولاى هر تعديل ته جلا جلا رايه ورکړي.

د تاجکستان د انتخاباتو مرکزي کميسيون دغه ټولپوښتنه مشروع اعلان کړې او ويلي يې دي په رايه اچونه کې د خلکو د ګډون اندازه څه باندې ٦٦ فيصدو ته رسېږي، حال دا چې د اړتيا وړ فيصدي پنځوس فيصده ده.

په تر ټولو مهمو پېشنهادي اصلاحاتو کې د ولسمشر امام علي رحمان پر کاري دورې د محدوديت ليرې کېدل هم شامل دي.

دغه راز په اصلاحاتو کې دا مسئله هم راغلې چې د ټيټ عمر کسان هم کولاى شي ولسمشر شي، ټولپوښتنه دغه راز د مذهب پر اساس د سياسي ګوندونو جوړول منع کوي.

د کاري دورې په باب اصلاحات يوازې پر ولسمشر امام علي رحمان تطبيقېږي، تېر کال پارلمان ورته د رايو په نتيجه کې "د ملت د رهبر" لقب ورکړ. پارلمان په عين حال کې رحمان او د ده کورنۍ ته دايمي قضايي خونديتوب هم ورکړ.

امام علي رحمان له نژدې ٢٥ کلونو راهيسې د تاجکستان ولسمشر دى.

امام علي رحمان له نژدې ٢٥ کلونو راهيسې د تاجکستان ولسمشر دى.
امام علي رحمان له نژدې ٢٥ کلونو راهيسې د تاجکستان ولسمشر دى.

انتقادکوونکي وايي ښاغلي رحمان په وروستيو کلونو کې مذهبي ازاديو، مدني ټولنې او ګڼ ګوندي سيستم ته دومره اهميت نه دى ورکړى.

په ټولپوښتنه کې به برخوال د ولسمشرۍ د کانديد عمر ته هم رايه ورکوي، چې له ٣٥ څخه ٣٠ کلنۍ ته راټيټ شوى دى، دغه بدلون به د امام علي رحمان ٢٩ کلن زوى رستم امام علي ته لار اواره کړي، چې د خپل پلار ځايناستى شي.

په تاجکستان کې وروستۍ ټولپوښتنه په ٢٠٠٣م کال کې شوې وه، چې د ولسمشر يوه کاري دوره يې دوو کاري دورو ته زياته کړه.

خو په ١٩٩٩م کال کې د ټولپوښتنې په نتيجه کې د مذهبي-سياسي ګوندونو جوړول تاييد شوي وو. ځکه هغه وخت تاجکستان د کورنۍ جګړې د پايته رسېدو لپاره د اپوزيسيون له غړو سره د سولې د موافقې لاسليک ته اړتيا درلوده، په اپوزيسيون کې د تاجکستان حزب اسلامي ډله هم شامله وه.

په تاجکستان کې دغه کورنۍ جګړه له ١٩٩٢ څخه تر ١٩٩٧م کاله پورې روانه وه.

XS
SM
MD
LG