د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

افغان ولسمشر د ملګروملتونو له سرمنشي سره ګوري


تمه ده چې نن د افغانستان ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره د قطر په مرکز دوحه کې وګوري.

اشرف غني پرون قطر ته ولاړ د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته له بان کي مون سره د اشرف غني د لیدنې کتنې د هدف په اړه وویل:

"د نړیوالې ټولنې توجه افغانستان ته، د ملي وحدت د حکومت لاسته راوړنې په ځانګړي توګه د افغانستان په سیسټم کې د اصلاحاتو په برخه کې په دې اړه به خبره وشي د افغانستان او سیمې د امنیتي حالت په اړه به هم د ملګروملتونو له سرمنشي سره وغږیږي."

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

د افغانستان له جمهور رییس سره د قطر په سفر کې د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم ملګری دی.

دوحه هغه ځای دی چې هلته طالبان دفتر لري، خو د ولسمشر مرستیال ویاند وایي چې داسې پلان نه شته چې افغان پلاوی دې په قطر کې له طالبانو سره د سولې پر مسالې خبرې وکړي، مینه پال زیاتوي چې ولسمشر به د سولې مساله د ملګرو ملتو له سرمنشي سره شریکه کړي:

"سوله تر ټولو مهمه مساله ده چې د هغې پر لارو چارو به هم د افغانستان ولسمشر د ملګرو ملتو له سرمنشي سره خبرې وکړې."

له ولسمشر سره د قطر په سفر کې د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري او د کرنې وزیر اسد اله ضمیر هم ملګري دي.

تمه ده چې اشرف غني به نن د قطر له سوداګرو سره وګوري او هغوی به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، همدا راز به ولسمشر په قطر کې له میشتو افغان سوداګرو سره هم خبرې وکړي.

جمهور رییس اشرف غني تېر ماښام د قطر له امیر تمیم بن حمدال ثاني سره وکتل او د راپورونو له مخې افغان ولسمشر به د قطر له دوه ورځني سفر وروسته ایران ته ولاړ شي او هلته به د چابهار بندر تړون لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG