جاپان ټایمز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د نوې ځانګړي استازي د ټاکلو خبر ورکړی دی.
دا خپرونه لیکي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون غواړي چې تادامیچي یاماموتو چې اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال دی، په دغه هېواد کې د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي.
که چېرته یاماموتو د امنیت شورا له لورې تایید شي، دی به درېیم جاپانی وي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي په توګه کار کوي.
ده له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۲ میلادي کلونو پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د مرستو د سفیر په توګه هم کار کړی دی.
د جاپان ټایمز خپرونې په وینا یاماموتو په توکیو کې د افغانستان لپاره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د نړیوال کنفرانس په جوړېدو کې هم رغنده ونډه لرله.
سور صلیب
د سره صلیب نړیوالې کمېټې تر دې سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده "افغانستانه، موږ هغه څوک یوو چې پاتېږو."
د مقالې په سر کې یې د دوو نجونو چې عمرونه یې تر لسو کلونو لږ ښکارېږي عکس خپور کړی دی چې څنګ په څنګ ناستې دي او له کړکۍ رالوېدلي لمر ته ګوري.
په مقاله کې وړاندې لیکل شوي دي چې د جنوري په میاشت کې د مګنوم په نوم د عکاسانو د نړیوالې ټولنې یو عکاس ګورګي پینخاسوف له سره صلیب سره په افغانستان کې یوځای شو څو د هغو خلکو عکسونه واخلي چې هره ورځ له شخړو سره لاس او ګریوان دي.
مګنوم په نړۍ کې د عکاسانو یوه پېژندل شوې ټولنه ده چې په خپلو عکسونو کې د انساني ژوند بېلابېلې خواوې روښانه کوي.
د سره صلیب په لیکنه کې وړاندې د نعمت الله راسخ په نوم د ماین پاکانو د یوې موسسې د غړي په اړه لیکل شوي دي چې ۴۰ ورځې برمته وو بیا چې خوشي شو، یو ډول عصبي تکلیف ورته پیدا شو او پرته له دې چې خپلې مېرمنې ته ووایي، له افغانستانه ایران ته او له هغه ځایه ترکیې ته ولاړ، له ترکیې یې زنګ وواهه چې اروپا ته ځي، خو بیا پسې ورک شو او کال تېر شو.
د راسخ د دوو زامنو عکس سره صلیب خپور کړی چې هڅه کوي وخاندي خو لکه چې شونډې سره نښتې وي.
سره صلیب بیا د یوې بوډۍ عکس خپور کړی چې څنګ ته یې یوه ناروغه ښځه د خاورین دیوال مخې ته ناسته ده او یو ماشوم یوه مړۍ وچه ډوډۍ په لاس کې ورته ولاړ دی.
د دې عکس په باره کې لیکل شوي دي چې دې کورنۍ اته کاله مخکې له جګړو کابل ته مخه کړه او خپله ټوله شتمني یې شاته پرېښوده.
په مقاله کې د خلیل الله په نوم د یوه سړي عکس هم خپور شوی دی چې یوه پښه یې غوڅه شوې.
دی وایي چې ما کله هم په ژوند کې په خپل هېواد کې عادي ژوند نه دی څکلی.
سور صلیب له دې مقالې سره د یوشمېر نورو عکسونو تر څنګ د حاجي احمد شاه په نوم د یوه ۶۰ کلن معلول عکس هم چاپ کړی دی چې پر زینو خېژي او لاس یې پر مځکه تکیه کړی، هغه دوې ښایستوکې نجلۍ چې د مقالې په سر کې د لمر رڼا ته ګوري، دلته د حاجي احمد شاه تر شا پر زینو خېژي.