د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راحلې په نوم د هغې افغانې مېرمنې د قاتلینو د نیولو غوښتنه کوي چې له سوځولو وروسته مړه شوې ده.
د دغه کمېسیون ویاند د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې کې دا کړنه غیر انساني او غیر اسلامي وبلله او په کلکو ټکو یې وغندله.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، که چیري افغان حکومت د مېرمن راحلې او دې ته ورته نورو قضیو کې عدالت تامین نه کړي نو د خلکو او دولت ترمنځ واټن به لاپسي زیات شي.
د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خلکو په وړاندې د یوې ښځې سوځول غیر انساني عمل یاد کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دې پېښې عاملینو ته سخته سزا ورکړي.
هغه زیاته کړه:
"دا یو ناروا او غیر انساني عمل دی چې هیڅ بنیاد نه په اسلامي تعلیماتو کې لری نه په نافذه قوانینو کې شته او نه هم نړیوالو معیارونو کې دا مسله شته چې یو انسان دې وسوځول شي او په قتل ورسېږي، موږ ټينګار کوو چې د دې پېښې ټول عاملین باید ونیول شي او ورته قانوني سزا ورکړل شي."
د راحلې په نوم دا ښځه د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د خپل خاوند لخوا سوځول شوې وه چې بیا د سختو ټپونو له وجې په استقلال روغتون کې مړه شوه.
په دغه روغتون کې د سوځېدنې څانګې ډاکټر احمد شاه وزیر وویل چې مېرمن راحله تقریباً ۴۲ فیصده سوځېدلې وه.
هغه زیاته کړه:
"مېرمن راحله یې د پنجشنبې په ورځ تقریباً یولس بجې استقلال روغتون ته راوړله تقریباً ۴۲ فیصده او دریمه درجه سوځېدلې وه، وضیعت یې ډير خراب و چې په خواشینۍ سره د شنبې په شپه په ۱۱ بجو او دیرشو دقیقو موږ مریض له لاسه ورکړ."
نوموړي وویل، مېرمن راحلې ورته ویلي چې د خسرګنۍ له خوا په عام محضر کې پرې تېل تویې شوي او بیا اور ور اچول شوی دی.
خو له بلې خوا د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي بیا ازادي راډيو ته وویل د دوی هڅې روانې دي ترڅو د پیښې اصلي عاملین ونیسي:
"ساحې ته د پولیسو له رسیدو سره د دې مېرمنې خاوند په تیښتې بریالی شوی چې اوس د پولیسو تر تعقییب لاندې دی هیله مند یو چې ډير ژر هغه ونیسو."
نوموړي د دې پېښې لامل کورنی تاوترخوالی ګڼي او وایې دا ښځه د خپلې خواښې په لمسون د خاوند لخوا سوځول شوې ده.
هڅه مو وکړه چې د مېرمن راحلې له کورنۍ سره هم په دې اړه خبرې وکړو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
خو تر دې وړاندې د راحلې کورنۍ له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې له دولت نه غوښتنه کړې چې د خور د وژنې عاملین پیدا او ورته سخته سزا ورکړي ترڅو نورو ته عبرت وي.
راپور: ناجیه ساپۍ راپور