د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

نظري: د نکاح خط لرل پر ښځو د تشدد کچه راکموي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت د سترې محکمې په همکارۍ د نکاح خط یا د زوجیت د وثیقې د ثبتونې یو نوی پروګرام پیل کړ.

سره له دې چې د نکاح خط ثبتول پخوا هم د افغانستان په محاکمو کې روان وو؛ خو د ښځو چارو وزارت وایي چې د دې نوې پروسې په پیل سره به خلک په ډېرې اسانۍ سره نکاح خط ترلاسه کړي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري د شنبې په ورځ د دې پروګرام د پیل پرمهال وویل چې د خاوند او ښځې ترمنځ د نکاح خط جوړول؛ پر ښځو د تاوتريخوالي کچه راکموي:

"د نکاح خط ګټه دا ده چې په ټولنه کې تاوتریخوالی راکموي؛ تاسې وګورئ کله چې یوه ښځه نکاح خط ونه لري؛ حتی له میراث څخه محروم کېږي هغې ته میراث نه ورکول کېږي؛ د نکاح خط لرل ډېر مهم رول لري."

د نکاح خط د ثبتولو پروګرام د شنبې په ورځ د ښځو چارو وزارت او سترې محکمې او یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ پیل شو.

د ښځو چارو وزارت د دې پروګرام لپاره خپل کارکوونکي د پلازمینې کابل د څلورو زونونو لپاره سترې محکمې ته معرفي کوي.

د ښځو چارو وزارت وایي، د دې پروګرام له لارې هغه شمېر نارینه او ښځې چې پخوا واده کړی او ماشومان لري هغوی ته د زوجیت وثیقه او هغه شمېر کسان چې ماشومان نه لري هغوی ته نکاح خط ورکول کېږي.

دوی همدارنګه وایي چې د نکاح نامې دا پروسه لومړی په کابل کې له دولتي اورګانونو پیلیږي او بیا به د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته وغوځول شي.

په همداې حال کې د سترې محکمې چارواکي هم د ښځو چارو وزارت له دې پروګرام څخه هرکلی کوي.

د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د وثایقو او اسنادو د ثبت عمومي رییس الحاج قضاوتوال مولوی صدیق الله حقیق دې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل:

"حقیقت خو دا دی چې نکاح خط له ډيرې مودې راهیسې ستره محکمه د خلکو په خدمت کې دی؛ خو دا چې د ښځو چارو وزارت په دې اړه نوې هڅه کړې؛ زه ترې مننه کوم خپله زوجیت خط د نه موجودیت له وجې ډيرې ستونزې خلکو ته پیدا شوي."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت بیا وایي چې د نکاح خط په ثبتولو سره ښځه او خاوند د خپلو هغو حقوقو ملاتړ ترلاسه کولای شي چې د افغانستان اساسي قانون او مدني قانون هغوی ته ورکړي دي.

دوی همدارنګه له افغان مېرمنو غواړي چې د نکاح خط په اخیستلو کې ځنډ و نه کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG